کابل ته د پاکستان د صدراعظم شاهدخاقان عباسي د راتګ پیغام!

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي کابل ته له‎دې پیغام سره سفر کوي چې هغه وسله‎وال چې په افغانستان کې ناامني جوړوي، په پاکستان کې پټن‎ځایونه نه‎لري.

ښاغلي عباسي پرون پنجشنبه په اسلام‎اباد کې د ترورېزم ضد یوې نړیوالې غونډې ته په وینا کې وویل، د افغان حکومت وسله‎وال مخالفین په پاکستان کې مرکزونه نه‎لري، بلکې برعکس د پاکستاني طالبانو پټن‌ځایونه د ده په وینا په افغانستان کې دي.

عباسي زیاته کړه:

"موږ دا روایت نه منو چې په پاکستان کې به داسې پټن‎ځایونه وي چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ باعث شي. دا حقیقت نه‎لري. اصلاً نن رښتیا خبره دا ده چې حقیقت برعکس دی. هغه کسان چې په پاکستان کې تروریستي فعالیتونه کوي، په افغانستان کې دېره دي. دا د اوسني وضعیت حقیقت دی او موږ باید له همدې حقیقت سره مقابله وکړو."

عباسي:د پاکستاني طالبانو پټن‌ځایونه د ده په وینا په افغانستان کې دي.

د پاکستان د صدراعظم د وروستیو څرګندونو په اړه د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي له څه ویلو ډډه وکړه، خو افغان چارواکو له دې مخکې ویلي چې د افغانستان د وسله‎والو مخالفینو پټن‎ځایونه په پاکستان کې دي.

متحد ایالاتو هم د روان کال په پیل کې اعلان وکړ چې پاکستان ته امنیتي مرستې تر هغه وخته ځنډوي چې اسلام‎اباد د طالبانو، حقاني شبکې او نورو تروریستي ډلو پر ضد اقدام وکړي، خو د پاکستان حکومت د دې ډلو د ملاتړ تورونه تل رد کړي او وايي، پاکستان د ترورېزم پر ضد د مبارزې په لاره کې خورا زیاتې قربانۍ ورکړي.

ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم به کابل ته د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وګوري.

د دې خبرو د اجنډا مهمه برخه به د سولې خبرو ته د طالبانو په هڅولو کې د پاکستان همکاري وي.

د کابل پوهنتون استاد د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی وايي چې کابل ته د شاهد خاقان عباسي سفر به د دوو حکومتونو ترمنځ د خبرو پیل وي، خو ښاغلي ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې ښايي دا خبرې مطلوبه نتیجه ورنه‎کړي.

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی

دی وايي:

"د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې ژور واټن راغلی او دا واټن ستراتیژیک واټن دی. فکر نه‎کوم چې پاکستان په خپلو ستراتیژیو کې کوم خاص بدلون راوړي. د پاکستان موخه له‎دې حرکاتو او داسې مذاکراتو یوازې له نړیوال فشار، په تېره د امریکا له فشاره د ځان ژغورل دي."

ولسمشر غني نېژدې درې اوونۍ مخکې د پاکستان صدراعظم ته رسمي بلنه ورکړه چې د دوو دولتونو ترمنځ د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.

کابل ته د ښاغلي عباسي د سفر په درشل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان تور ولګاوه چې د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې یې هوايي حمله کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا حمله د افغانستان پر ارضي تمامیت او ملي حاکمیت څرګند تېری دی.

د خبرپاڼې له مخې دې برید چې د چهارشنبې ورځې په ماښام وشو، زیات مالي زیانونه یې اړولي دي.

افغان چارواکو په تېرو کلونو کې هم د پاکستان پر پوځ تور لګولی چې د افغانستان په ختیځ، په تېره په کونړ ولایت کې یې د توپونو او توغندیو ډزې کړې دي.