د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې هم د پرلت خیمه ودرول شوه

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې هم د پرلت خیمه ودرول شوه.

د ګرشک ولسوالۍ ځوانان وايي، غواړي په لښکرګاه کې د سولې په خاطر د درول شوې خیمې په ملاتړ هغه خلکو ته چې سوله غواړي خپل اواز ورسوي.

که څه هم افغان حکومت او د بېلابېلو ولایتونو ځوانانو د هلمند د پرلت ملاتړ کړی دی، خو وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه ښکاره دریځ نه‎دی غوره کړی.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د سولې د دغه پرلت د راپورونو په لړۍ کې ګرشک ولسوالۍ ته تللی او هلته‌يې د دې ولسي حرکت په خاطر د عامو خلکو نظرونه راټول کړي دي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راډیو