د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

د بلخ اوسېدونکو د سولې په هدف له ولسي حرکتونو ملاتړ وکړ


د بلخ ولایت اوسېدنکو او د مدني ټولنې فعالانو د دوشنبې په ورځ د یوې اعتراضيه غوڼدې په ترڅ کې په کابل، هلمند او زابل ولایتونو کې په هېواد کې د سولې د تامینېدو په هدف، له ولسي حرکتونو خپل ملاتړ اعلان کړ.

له طالب وسله والو سره د حکومت د سولې له طرحې راوروسته په هېواد کې د سولې د تامینېدو په منظور په کابل، هلمند او زابل ولایتونو کې ولسي حرکتونه پيل شوي دي.

په مزارشریف کې هم د سولې په هدف، د ولسي حرکتونو د ترسره کېدو د ملاتړ په خاطر د بلخ ولایت اوسېدونکو او د مدني ټولنې لسګونه فعالانو یوه اعتراضیه غونډه جوړه کړه چې په ترڅ کې یې له افغان دولت او مخالفو وسله والو د اوربند غوښتنه وشوه.

د بلخ ادبي خوځښت مشر او د یادې غونډې یوه تنظیم کوونکي ذبیح الله احساس وايي، سره له دې چې ترورېستان د ډیورند پولو له هغې غاړې افغانستان ته راځي او ورانکاري فعالیتونه ترسره کوي، خو حکومت او افغاني طالبان باید د یو بل په وړاندې جګړه بنده کړي او سره سوله وکړي.

ښاغلي احساس وویل:

"مونږ غواړو چې د داوړو لورو ترمنځ باید جګړه ودرېږي، زمونږ غوښتنه دا ده چې وسله وال مخالفین دې د دولت د سولې طرحه ومني، خو دا باید ووایو چې ترورېستان د ډیورند له هغې غاړې افغانستان ته راځي."

د سولې په باب له ولسي حرکتونو څخه د ملاتړ دې غونډې نور ګډونوال نا امني د ټولو افغانانو مشترکه ستونزه ګني او وايي چې د له منځه وړلو لپاره یې باید افغانان پرته له قومي مسایلو، ملي اتحاد خپل کړي.

د کابل د پرلت خېمه
د کابل د پرلت خېمه

د یادې غوندې یو ګډونوال سید محمد یزدان پرست وایي:

"مونږ د سولې د تامینېدو په باب له هر مدني او ولسي حرکته ملاتړ کوو، د ټولو افغانانو غوښتنه دا ده چې په هېواد کې سوله تامین شي."

د مزارشریف اوسېدونکي او د مدني ټولنې غړي له نړېوالې ټولنې غواړي، ترڅو د طالب وسله والو او افغان حکومت د مذاکراتو پیلېدو ته همکاري او ملاتړ زیات کړي.

په بلخ کې د خط نو سازمان مشر عبدالقادر مصباح یې په اړه وویل:

"په افغانستان کې د سولې ټینګښت متداومې همکارۍ ته اړتیا لري، افغان دولت او طالبان باید د مذاکراتو د میز ترشا خبرو ته کېني او خپلې مشروع غوښتنې دې مطرح کړي، دوی دې خپل هېواد کې بدبختۍ او جګړې ته د پای ټکی کېږدي."

په افغانستان کې د سولې د تامینېدو په خاطر، له څه باندې دوه اوونیو را پدېخوا په مختلفو جنوبي ولایتونو او د هېواد په پلازمېنه کې ولسي حرکتونه پيل شوي چې د بلخ ولایت اوسېدونکي هم په هېواد کې د سولې د ټینګښت په مقصد، له دې حرکتونو ملاتړ وکړ.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG