یوه امریکايي چارواکې پر یو لړ مسایلو د بحث لپاره پاکستان ته تللې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړې چارواکې د دوه اړخیزو اړیکو او د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان د مبارزې په اړه د خبرو لپاره اسلا آباد ته رسېدلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي آسیا د چارو د څانګې مشره الیس ویلز Alice Wells د چهارشنبې په ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته ورسېده.

د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې مېرمن ویلز به د دې هېواد له یوشمېر جګپوړو چارواکو، د نړیوالو سازمانونو له مشرانو او د خصوصي سکټور له یو شمېر غړیو سره وویني.

اعلامیه زیاتوي چې دغه امریکایي چارواکې به د جنوبي آسیا لپاره د واشنګټن پر ستراتیژۍ او په پاکستان کې د ټولو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو په برخه کې د دې هېواد د ژمنو په اړه خبرې وکړي.

هغه ډلې چې امریکایي چارواکي او د افغانستان حکومت وایي، په پاکستان کې پناه ځایونه لري او په افغانستان کې بریدونه کوي.

دا سفر داسې مهال کېږي چې پاکستاني چارواکو د افغانستان په اړه د تاشکند په جوړه شوې غونډه کې د افغان دولت د سولې د وړاندیز هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د سولې او ثبات لپاره د خپلو همکاریو ژمنه وکړه.

د افغان سولې په اړه د تاشکند ناسته

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د تاشکند د کنفرانس پر مهال ویلي دي چې پر طالبانو باید مشترک فشارونه راوړل شي څو دا ډله تاوتریخوالی بند کړي او د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

د افغانستان په اړه د تاشکند نړیوال کنفرانس چې د روانې اونۍد سې شنبې په ورځ د ازبکستان په پلازمېنه کې د شااوخوا شلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون پکي کړی وو، پر طالبانو غږ وکړ چې له نړیوال ترورېزم سره اړیکې پرې کړي او پرته له قید او شرط نه له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د خپل هېواد کوربه‌توب وړاندیز مطرح کړ.

شوکت میرضیایف

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر اسلام آباد انتقاد وکړ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې کافي اقدامات نه دي کړي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په تېره جنورۍ میاشت کې له پاکستان سره په امنیتي برخه کې د لږترلږه نهه سوه میلیونه ډالرو مرسته وځنډوله.

له پاکستاني چارواکو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي آسیا د چارو د څانګې مشرې خبرې به دغه راز د اقتصادي او سوداګرۍ پر اړیکو چې ګټه یې دواړو هېوادونو ته رسېږي هم متمرکزې وې.

په پام کې ده چې الیس ویلز بندري لوی ښارکراچۍ ته لاړه شي او هلته له سیمه ییزو چارواکو او د سیمه ییزې سوداګرۍ ټولنې له مشرانو سره وګوري.