پسکوف: د روسي ډیپلوماتانو له ایستلو سره سره پوتین چمتو دی له ټرمپ سره وګوري

د کرملېن ویاند وایي، له امریکا څخه د ۶۰ روسي ډیپلوماتانو له ایستلو سره سره، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چمتو دی چې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.

دمیتري پسکوف د مارچ پر ۲۸مه په مسکو کې خبریالانو ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"هر څه زموږ په امریکایي همکارانو پورې ارتباط لري."

د پسکوف په خبره ولسمشر پوتین اماده دی او روسیه چمتووالی لري چې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون له ټولو هېوادونو سره دوه اړخیزې، ګټورې او د باور وړ اړیکې په هغه سطحه کې ترسره کړي چې د دې هېواد همکاران ورته چمتو وي.

پسکوف: هر څه زموږ په امریکایي همکارانو پورې ارتباط لري.

دمیتري پسکوف زیاته کړه:

"اوس‌مهال موږ د امریکا له لوري د پرېکړې په اړه هېڅ معلومات نه‌لرو چې ایا امریکا به د ډونالد ټرمپ څرګندونې تعقیب کړي، دا مسئله زموږ په امریکایي همکارانو پورې اړه لري چې خبرې کوي که نه؟ روسیه په دې اړه خلاص نظر لري."

د مارچ پر ۲۰مه وروسته له هغه چې ډونالد ټرمپ د ټیلیفون له لارې ولادیمیر پوتین ته د روسیې د ولسمشر په توګه د بیا ټاکل کېدو مبارکي ورکړه، ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته وویل چې هیله‌مند دی په نږدې راتلونکي کې له یو بل سره وګوري او د نړۍ پر بېلابېلو کړکېچونو بحث وکړي.

وروسته له هغه چې د روسیې پخوانی جاسوس سرګي سکریپال او د هغه لور یولیا سکریپال د مارچ پر څلورمه نېټه د بریتانیا په سالزبري ښار کې بې‌هوښه وموندل شول، بریتانیایي چارواکي ادعا کوي چې دوی په هغو کیمیاوي موادو مسموم شوي چې د پخواني شوروي اتحاد پوځیانو جوړ کړي وو او په دې پېښه کې یې مسکو په لاس لرلو تورن کړ، خو روسیه دا تورونه ردوي.

بریتانیا د همدې پېښې په غبرګون کې ۲۳ روسي ډیپلوماتان له خپل هېواده وایستل.

د امریکا متحده ایالات د هغو ۳۰ هېوادونو څخه دی چې د مسمومیت له پېښې وروسته‌یې له خپل هېواد څخه د روسي ډیپلوماتانو د ایستلو پرېکړه کړې ده.