د امریکا د استازو د مجلس رئیس وايي، د یو پخواني روسي جاسوس د مسمومېدو په عکسالعمل کې د واشنګټن لهخوا د لسګونو روسي ډیپلوماتانو ایستل یو پر ځای اقدام دی.
پال رایان د ولسمشر ټرمپ هغه پرېکړه پر ځای بللې ده چې په بریتانیا کې د یو پخواني روسي جاسوس د مسمومېدو په عکسالعملیې له واشنګټنه د لسګونه روسي ډیپلوماتانو د ایستلو په اړه کړې.
پال رایان د دوشنبې په ورځ په پراګ کې ازادي راډیو ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل:
"زه په دې باور یم چې په بریتانیا کې زموږ د متحدانو سره د یووالي په خاطر دا یو پر ځای اقدام دی. زه فکر کوم چې د چک جمهوریت په شمول نورو اروپايي هېوادونو هم په ورته توګه فوقالعاده اقدام کړی دی. زما په باور دا کاملاً مناسب او ښه اقدام دی."
د امریکا د استازو د مجلس رئیس پال رایان
ښاغلي رایان پهدې اړه چې په لندن کې لا هم د روسي جاسوس سکریپال او د هغه د لور د مسمومېدو په اړه څېړنې دوام لري، ایا دا تر وخت مخکې اقدام نهدی؟
وویل:
"د دې مشخصې قضیې په اړه دلایل څرګند دي. بریتانویانو قضیه روښانه کړې. روسیې مخکې هم داسې کړي او موږ باور لرو چې د مسمومیت پهدې قضیه کې روسیه ښکېله ده او دا د منلو یو څه نهدي، داسې یو عمل نهدی چې متمدن هېوادونهیې ترسره کړي."
پال رایان چې د چک جمهوریت ته په دوه ورځني سفر تللی او ټاکل شوې چې پهدې موده کې به د دې هېواد له چارواکو سره وګوري، دا څرګندونې یې وروسته له هغې وکړې چې سیپنې ماڼۍ د ۶۰ روسانو د ایستلو اعلان وکړ.
دوی دا روسان د استخباراتو مأمورین بللي او زیاته کړې یې ده چې په سیاتل کې به د روسیې قونسلګري هم وتړل شي.
تقریباً په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو، اوکراین او کاناډا هم په بریتانیا کې د سرګي سکریپال او د هغه د لور د مسمومېدو د قضیې په تړاو له خپلو هېوادونو څخه د لسګونه روسي ډیپلوماتانو د ایستلو اعلان کړی دی.
کرملېن ویلي چې ځوابي اقدامات به وکړي.
د ګڼو لوېدیځو هېوادونو څخه د لسګونه روسي ډیپلوماتانو ایستل د هغه څه په وړاندې چې د روسیې لهخوا په بریتانیا کې د خپل یو پخواني جاسوس پر ضد له کیمیاوي وسلې کار اخیستل بلل کېږي، د یوې نړیوالې جبهې څرګندونه کوي.
سرګي سکریپال او لور یې یولیا د روانې میاشتې په لومړیو کې د بریتانیا په سالزبري ښار کې پر یوه څوکۍ د بېهوښۍ په حال کې وموندل شول او تر اوسه په روغتون کې په ناوړه روغتیايي وضعیت کې دي.
پسکوف: موږ له دې هېوادونو د روسي ډیپلوماتانو په ایستلو خوابدي یوو.
کرملېن چې پهدې پېښه کې لاس لرل رد کړي او په مقابل کې یې په ورته توګه ۲۳ بریتانوي ډیپلوماتان له روسيې ایستلي دي، د روسیې پر ضد د دوشنبې د ورځې اقدامات یوه تېروتنه بللې ده.
د روسیې د ولسمشر ویاند دمیتري پسکوف ویلي، موږ له دې هېوادونو څخه د روسي ډیپلوماتانو په ایستلو سخت خوابدي یوو.
نوموړي ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د روسیې د عکسالعمل په اړه نهايي تصمیم نیسي.