بریتانیا: شواهد ښيي چې روسیه دې د سکریپال په مسمومېدو کې لاس ولري

د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې وایي، شواهد ښیي چې ډېر احتمال شته چې روسیه په بریتانیا کې د روسیې د پخواني جاسوس په مسمومېدو کې لاس ولري.

د بریتانیا صدراعظمې ویلي، یا د روسیې دولت د ۶۶ کلن سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا په مسمومولو کې لاس لري او یا یې اجازه ورکړې چې د نوویچاک په نوم کیمیاوي زهر د نورو کسانو لاسته ولوېږي.

دغه د پوځي درجې کیمیاوي زهر د سړې جګړې په وروستیو کې، په پخواني شوروي اتحاد کې استحصال شول.

ترزا مې د دوشنبې په ورځ د بریتانیا پارلمان ته په وینا کې وویل، داسې شواهد شته چې په دې پېښه کې د روسیې د ښکېلتیا ډېر احتمال په ګوته کوي.

هغې زیاته کړه چې په بریتانیا کې د روسیې سفیر احضار شوی، څو په دې اړه وضاحت ورکړي چې څنګه دغه زهر د پخواني جاسوس پر وړاندې کارول شوي دي.

د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې

ترزا مې وویل:

"موږ اوس باید اماده واوسو چې لا ډېر پراخ ګامونه واخلو، موږ به د چهارشنبې په ورځ د روسیې د دولت له لوري ځواب په جزئیاتو وارزوو، که ځواب د قناعت وړ نه‌و، دا نتیجه اخلو چې دا اقدام به د روسیې له لوري د بریتانیا پر وړاندې غیر قانوني فشار وګڼو."

ترزا مې چې د بریتانیا د ملي امنیت شورا تر غونډې وروسته‌یې خبرې کولې، وویل چې په خپله خاوره کې به په دې ډول اقداماتو سره، د بې‌ګناه وګړو وژنه ونه‌زغمي.

چارواکي وایي، سرګي او یولیا سکریپال دواړه د مارچ پر څلورمه د یوه پلورنځي مخې ته د بې‌هوښۍ په حالت کې وموندل شول او اوس په ناوړه او ثابت روغتیایي حالت کې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ترزا مې دغه څرګندونې غندلي او د یوې اعلامیې په خپرولو سره‌یې دا تورونه بې‌اساسه او سیاسي پارونه وبلله.

د روسیې دولتي خبري اژانس ایتارتاس د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ماریا زخارووا له قوله ویلي چې دا څرګندونې تر ډېره د برېتانیا په پارلمان کې د دې په وینا، د سرکس نندارې ته ورته دي.

د مې تر وروستیو څرګندونو دمخه هم کرملېن په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي وو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د ترزا مې تر څرګندونو یوازې څو ساعته وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې د بریتاینا چارواکي باید د روسیې تر تورنولو دمخه، لومړی په دقیقه توګه ومومي چې په سالیسبوري ښار کې څه پېښ شوي، وروسته به موږ بحث ورباندې وکړو.

سرګي سکریپال د روسیې د پوځي استخباراتو یو متقاعد ډګروال دی او په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د مسکو د یوې پوځي محکمې له‌خوا تورن شو چې د دغه هېواد پټ معلومات‌یې د بریتانیا استخباراتو ته انتقال کړي دي.

دی یو له هغو څلورو بندیانو څخه و چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د ۱۰ روسي جاسوسانو په بدل کې چې د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا نیول شوي وو، له بنده خوشې شو او له هغه وروسته په بریتانیا کې اوسېده.