سمر: سږکال د تېر په پرتله د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی۱۱،۷سلنه لوړ شوی

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کلنی راپور ښیي چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د تېر کال په پرتله ۱۱،۷ سلنه زیات شوی دی.

د دغه کمېسیون په کلني راپور کې د ښځو په وړاندې فزیکي او جسمي تاوتریخوالی، د ښځو وژل، صحرايي محاکمې، جنسي، ژبنی او اقتصادي تاوتریخوالی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له مهمو مواردو شمېرل شوي.

د دغه کمېسیون مشرې سیما سمر د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کب ۱۹» یاد راپور د شریکولو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه تاوتریخوالی تر ډېره له ښځو سره د خپلو کورنیو د نارینه وو لخوا شوی دی.

نوموړې زیاته کړه چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۴۳۴۰ پېښې له دوی سره ثبت شوي دي.

سیما سمر

نوموړې زیاته کړه:

"د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ثبت شویو شمېرو ۴۳۴۰ مورده چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې ثبت شوي ۳۲،۷ سلنه یې فزیکي تاوتریخوالی دی، دغه شان ۵،۳ سلنه جنسي تاوتریخوالی، ۳۰،۳ سلنه ژبني او رواني تاوتریخوالی دی، ۱۷،۳ سلنه یې اقتصادي تاوتریخوالی او ۱۴،۴ سلنه د ناوړه دود دستور له وجې دی، خو په ټوله کې ویلی شو چې ۹۰،۳ سلنه دغه تاوتریخوالی تر ډېره د کورنۍ د نارینه وو لخوا ترسره کېږي."

مېرمن سمر دغه شان په هېواد کې د صحرايي محاکمو له ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې په دغه کال کې د بشري حقونو له کمېسیون سره د صحرايي محاکمو ۱۲ قضیې ثبت شوي چې له دې ډلې یوازې د تخار د چاه اب د قضیې عاملین نیول شوي دي.

دغه کمېسیون وايي، صحرايي محاکمې له بشري حقونو سرغړونه ده چې تر ډېره د وسله ‌والو طالبانو او غیر مسؤله وسله ‌والو له‌ خوا په لیرو پرتو سیمو کې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې یوه ښځه په یوه صحرايي محاکمه کې، د ناروا اړیکو په تور د یو شمېر کسانو له ‌خوا ووهل شوه.

Your browser doesn’t support HTML5

تخار کې یوه ښځه، په صحرايي محکمه کې د یو شمېر کسانو له خوا وهل شوې

پخوا تر دې شااوخوا دوه کاله مخکې د غور په ولایت کې د رخشانې په نوم یوه نجلۍ له کوره د تېښتې په جرم په یوې صحرايي محاکمه کې ووژل شوه او په کابل ښار کې د فرخندې په نوم بله نجلۍ، د «قران کریم» د سوځولو په تور په وهلو ټکولو وژل شوې ده.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت هم تردې وړاندې ویلي چې د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۹قضیې له دوی سره ثبت شوي دي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمیر ملاتړې ټولنې وايي، په دغه هېواد کې د معافیت فرهنګ د دې لامل ګرځېدلی چې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی زیات شي.

د افغان ښځو د شبکې مشره حسینې ساپۍ وايي، اړتیا ده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو لپاره جدي اقدامات وشي.

حسینه ساپۍ

نوموړې زیاته کړه:

"دا هغه قضیې دي چې د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې ثبت شوې دي، خو زما په نظر داسې ولایتونه هم شته چې تراوسه پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې په کې نه ثبتېږي، په دې برخه کې اړتیا ده چې نور جدي ګامونه هم واخیستل شي او په ملي کچه یو دقیق راپور جوړ شي."

له دې ټولو سره سره د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له دیني عالمانو او د جومات له ملا امامانو غواړي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او صحرايي محاکمو د مخنیوي په هدف، خلکو ته تبلیغ وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ