د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۲

د غور والي وايي د رخشانې د سنګسار په تړاو څو کسان پېژندل شوي


د غور والي سیما جوینده وايي؛ په دې ولایت کې یې د یوې ځوانې نجلۍ د سنګسار په تړاو څو کسان پیژندلي دي.

نولس کلنه رخشانه څه موده مخکې د غور ولایت په یوه سیمه کې یو شمېر کسانو سنګسار کړه. وروسته له هغې چې د دې پېښې ویډیو خپره شوه؛ دننه په افغانستان او بهر یې ګڼ عکس العملونه را وپارول.

ویل کیږي چې رخشانې د زور واده ته غاړه نه وه ایښې او له هغه چا سره تللې وه چې مینه یې ورسره لرله.

رخشانه په داسې یو ولایت کې تر کاڼو لاندې وژل شوې چې والي یې هم یوه میرمن "سیما جوینده" ده.

کله چې له سیما جوینده وپوښتل شول چې د رخشانې په وژنه کې لاس لرونکي کوم کسان یې پیژندلي؟ هغې وویل:

"موږ کسان پیژندلي، د یو کس نوم اخلم چې هغه مولوي یوسف دی. ورور یې د دې نجلۍ خواستګار و او دا نجلۍ یې په همدې خاطر وژلې چې نه یې غوښتل د مولوي یوسف ورور سره واده وکړي.

دا نجلۍ تقریباً باسواده وه او پر دې سربېره ښکلې نجلۍ هم وه. د هغې هیله همدا وه چې په خپله خوښه واده وکړي. د دې ډلې چې دا نجلۍ سنګسار کړې سر لاری مولوی یوسف دی. نور کسان مو هم پیژندلي چې دا راز له موږ سره دی او تاسو ته یې له ویلو بښنه غواړو."

که څه هم ویل کیږي هغه سیمه چې رخشانه په کې سنګسار شوې؛ د غور مرکز ته چېرې چې دولت واکمن دی؛ نژدې پرته ده. خو سیما جوینده وايي، دا سیمه د ولایت له مرکز څخه اته پنځوس کیلومتره لرې پرته ده. د نوموړې په وینا، دوه کاله مخکې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د مېرمن جوینده په وینا، یو شمېر ځوانان په ټولنیزو رسنیو کې د دې په اړه چې یوه ښځه ده تبلیغات کوي او غواړي چې که د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې هم کوم زورزیاتی کیږي؛ زه یې باید د یو والي په توګه ځواب ووایم؛ په داسې حال کې چې په دې سیمه دولتي حاکمیت نه شته. هغې زیاته کړه:

"که والي ښځه وي که سړی، هغه سیمې چې د افغانستان د خلکو دښمنانو نیولي ضمانت یې نه شي کولی. موږ هغه څه مو چې په وس کې دي دا دي چې له مرکزي ادارې او د ملي یووالي د حکومت له مشرانو څخه وغواړو چې د هوايي او مځکنیو ځواکونو له پلوه زموږ مرسته وکړي؛ څو موږ د عملیاتو توان ولرو. دا مهال موږ یوازې په دفاعي حالت کې یوو او دا چې دفاع کوو دا هم لوی کار دی."

د غور والي سیما جوینده وايي؛ مخکې تر دې چې دا نجلۍ سنګسار شي؛ دوی له ولسمشر سره په یو ویډیو کنفرانس کې په دې او ځینو نورو سیمو کې د پوځي عملیاتو غوښتنه کړې وه او هغه هم ورسره منلې وه چې په تدابیرو یې بوخت و.

هغې وویل، په غور ولایت کې تر دې مخکې هم سلګونه رخشانې وژل شوي؛ خو چا یې پوښتنه هم نه ده کړې.

مېرمن جوینده یو وار بیا پر مرکزي چارواکو غږ وکړ چې د غور ولایت د امنیتي ځواکونو په پیاوړتیا کې دې هڅې زیاتې کړي.

نوموړې د رخشانې د قاتلینو په نیول کېدو کې هم د کابل میشتو چارواکو پر مرستې ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG