سرچینه: طالبانو د کندهار-ارزګان لويه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې

وسله‌والو طالبانو د کندهار-ارزګان لویه لار نن پنجشنبه سهار د "اردو بلاغ" په سیمه کې د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

یوه سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌يې خپور شي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو لومړی په یاده سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي چې دغلته مېشتو پولیسو شا تګ کړی او وروسته‌يې لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین پر یاده لاره نښته مني، خو دا نه‌مني چې لاره دې وسله‌والو طالبانو د ټرافیکو پر مخ تړلې وي.

د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونمل عبدالقوي عمري ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ وسله‌والو طالبانو د ارزګان-کندهار ترمنځ د لويې لارې په اوږدو کې د "اردو بلاغ" په سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پر مهال‌يې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ پولیس هم ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، دغه لاره د ارزګان ولایت لپاره ستراتېژیک اهمیت لري او په خبره‌يې چې دوی په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې د ارزګان پورې اړوند سیمې امنیت خوندي کړي.

ښاغلي عمري وویل:

"تېره شپه وسله‌والو طالبانو زموږ پر یو شمېر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه کړي او غوښتل‌يې چې یادو پوستو ته سقوط ورکړي، خو زموږ باتوره پولیسو يې بریدونه په شا ورتمبولي او غاښ ماتونکی ځواب‌يې ورکړی دی."

د ارزګان کندهار لویه لار.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د یادې نښتې او لارې تړل کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم وسله‌والو طالبانو په یاده سیمه کې یوه امنیتي پوسته سقوط کړې وه او لاره‌يې هم د څو ساعتونو لپاره د ټرافیکو پر مخ تړلې وه چې ۳۰ تنه ملکي وګړي یې هم له ځان سره وړي و.

بل‌خوا بیا ښاغلی عمري وايي، د هغه ۳۰ تنو ملکي کسانو له ډلې ۹ تنه‌یې د قومي مشرانو پر مټ د وسله‌والو طالبانو له منګولو راخلاص کړي کوم چې دوه ورځې وړاندې وسله‌والو طالبانو په یاده سیمه کې برمته کړي وو.

نوموړی وايي چې د پاتې نورو کسانو د راخلاصولو لپاره هم هڅې روانې دي.

عمري وویل:

"د ولایت مقام او قومي مشرانو په هلو ځلو موږ نن وتوانېدو چې د وسله‌والو طالبانو څخه د هغه ۳۰ ملکي کسانو له جملې چې دوه ورځې وړاندې دوی برمته کړي وو ۹ تنه‌يې راخوشې کړو."

هاخوا بیا وسله‌والو طالبانو په خپله یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د نیول شویو کسانو په ډله کې ۱۷ تنه دولتي کسان شامل دي.

له دې ټولو سره سره بیا د کندهار ولایت امنیتي مسؤلینو هم ویلي چې د لارې پر سر د تښتول شویو مسافرینو د خلاصون په موخه‌يې عملیات پیل کړي.

راپور: شریف‌الله شرافت