د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

د ارزګان ولایت مقام: وسله‌والو طالبانو ۳۰ تنه د ارزګان-کندهار پر لویه لار تښتولي


د ارزگان ولایت چارواکي وايي د ارزګان-کندهار ترمنځ پر لویه لاره د برمته شویو کسانو د خلاصون هڅې روانې دي.

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو ملکي کسان برمته کړي او دوی هڅه کوي چې دغه برمته شوي کسان، د قومي مشرانو پر مټ د وسله‌والو طالبانو له منګولو راخلاص کړي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالقوي عمري د چهار شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د ولایت مقام هڅې پیل کړي او ډېر ژر به یاد شوي کسان راخوشې کړي.

نوموړی وايي، دغه کسان د کندهار ولایت په مربوطاتو کې تېره ورځ برمته شوي دي.

ښاغلي عمري وویل:

"دغه ټول ملکي کسان دي چې وسله‌والو طالبانو برمته کړي او په کومې ډلې پورې تړاو نه‌لري، وسله‌وال طالبان باید ملکي کسان ونه‌ځوروي، اوس موږ هڅې پیل کړي، څو یاد کسان بېرته د وسله‌والو طالبانو څخه راخلاص کړو. "

دا په داسې حال کې ده چې د ولایت مقام ویاند نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ ناوخته وسله‌والو طالبانو د ارزګان-کندهار ترمنځ پر لویه لاره د "اردو بلاغ" په سیمه کې ۳۰ تنه ملکي کسان هغه مهال له موټرو څخه ښکته کړل، کله چې یادو کسانو پر دغه لاره سفر کاوه.

ولایتي شورا بیا وايي، یاد کسان په سیمه کې تر یوې امنیتي پوستې تر سقوط وروسته، وسله‌والو طالبانو برمته کړي.

د ولایتي شورا غړي عبدالکریم خادم‌زوی وايي، د یادې پوستې د سقوط پر مهال ۲ پولیس هم وژل شوي او نورو سرتېرو شاتګ کړی چې بیا وروسته طالبانو لاره نیولې وه.

ښاغلي خادم‌زوی وویل:

"وسله‌والو طالبانو تېره ورځ د ارزګان-کندهار ترمنځ پر یوې امنیتي پوستې ډله‌ییز برید کړی او یاده پوسته‌يې سقوط کړې، وروسته د ملي اردو په جامو کې راوتلي او دغه کسان‌يې برمته کړي دي."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم پر دغه لویه لاره د"چنار" په سیمه کې شااوخوا ۷۰ تنه دولتي او غیر دولتي کسان وسله‌والو طالبانو برمته کړي وو چې د معلوماتو له مخې، یو شمېر يې لا اوس هم له وسله‌والو طالبانو سره بندیان دي.

بل‌خوا د دغه ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې پر یو شمېر امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي چې پر مهال‌يې ۱ پولیس او ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي.

خو یوې بلې امنیتي باوري سرچینې د نوم او ځای نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د یادو بریدونو پر مهال د پوستو ۲ قوماندانان هم وژل شوي او یاده ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو سخته محاصره کړې ده.

امنیتي مسؤلین بیا دا نه‌مني او وايي چې په یاده ولسوالۍ کې اوس وضعیت عادي دی.

راپور: شریف‌الله شرافت

  • پخواني معلومات

د ارزګان-کندهار پر لویه لار وسله‌والو طالبانو ۳۰ تنه مسافرین له موټرو ښکته کړي او له ځان سره‌یې وړي دي.

د ارزګان ولایتي چارواکي وايي، یاد کسان تېره ورځ ناوخته وسله‌والو طالبانو له ځان سره وړي دي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو یاد مسافر د یادې لارې په «اردو بلاغ» نومې سیمه کې له موټرو ښکته کړي دي.

نایاب وايي، معلومه نه‌ده چې دا کسان څوک دي او د څه لپاره وسله‌والو له ځان سره وړي دي؟

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG