د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

د ارزګان چارواکي: د تښتول شویو مسافرو له ډلې ۹یې راخوشې شوي


د ارزګان ولایت سیمه‎ییز امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت او کندهار ترمنځ د لویې لارې پر سر هغه مسافر چې دوه ورځې مخکې طالبانو له موټره ښکته کړي وو، تېره ورځ‌یې ۹ تنه راخوشې شوي او پاتې نور يې لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د ارزګان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالقوي عمري نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه ۹ کسه تېره ورځ د قومي مخورو په منځګړیتوب راخوشې شوي، خو لا هم ګڼ نور د طالبانو په واک دي.

عمري وایي، د مسافرو دغه ډله د کندهار اړوند د سبزل په سیمه کې د مولوي عزت‎الله په نوم د طالبانو د یو ځایي قوماندان له‎خوا تښتول شوي دي.

د ارزګان ولایت مقام: وسله‌والو طالبانو ۳۰ تنه د ارزګان-کندهار پر لویه لار تښتولي

د امنیت امر وایي، راخوشې شوي کسان ټول ملکیان دي او د پاتې نورو د راخوشې کېدو هڅې هم روانې دي.

بل‌خوا د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د کندهار-ارزګان پر لویه لار د برمته شویو مسافرو د پلټنې په موخه د پیل شویو عملياتو پر مهال ۱۲ وسله‌وال وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو تېره ورځ د کندهار-ارزګان پر لویه لار د شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ په سرخ بېد او چنار سیمو کې د شااوخوا ۱۹تښتول شویو ملکیانو او پولیسو د خلاصون په موخه عملیات پیل کړه چې په یاد شویو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو د مقاومت سره مخامخ شول.

د دراني په وینا د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ په مخامخ جګړه کې چې څو ساعته‌يې دوام کړی ۱۲ وسله‌واله ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول.

د دراني په وینا په دغې جګړه کې دوه ملي او یو محلي پولیس هم ټپیان شوي.

ضیا درانی
ضیا درانی

نوموړي زیاته کړه:

"د مخالفینو او زموږ د سرتېرو ترمنځ د شدید عکس‌العمل په نتیجه کې ۱۲ وسله‌وال وژل شوي، ۲۵ مرګوني ټپیان دي او زموږ یو محلي او دوه ملي پولیس ټپیان شوي."

چارواکي وايي، دغه عملیات به د تښتول شویو کسانو تر راخوشې کېدو پورې دوام وکړي.

د کندهار چارواکي د کندهار-ارزګان پر لویه لار د تښتول شویو مسافرو شمېر ۱۹ تنه ښيي چې په وینا یې يو شمېر پولیس هم په‌کې شامل دي.

بل‌خوا وسله‌والو طالبانو ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې ادعا کړې چې شااوخوا ۱۷ پولیس‌یې چې په څلورو موټرو کې سپاره وو وړمه ورځ د کندهار-ارزګان پر لویه لار له موټرو ښکته کړي او نامعلوم ځای ته‌يې انتقال کړي دي.

XS
SM
MD
LG