عبدالله عبدالله: افغان مېرمنې باید په راتلونکو انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د جمهوري ریاست په تېرو انتخاباتو کې د افغان مېرمنو ۴۰ فیصده ونډه د پام وړ وه.

عبدالله عبدالله چې د سې شنبې په ورځ‌یې «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۲۴» د ښځو د پرمختګ د مختلفو لارو چارو په اړه د افغانستان امریکايي پوهنتون یو ورځني سمینار ته وینا کوله پر افغان مېرمنو غږ وکړ چې د جمهوري ریاست په ګډون په راتلونکو انتخاباتو کې هم پراخه ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان مېرمنو په تېرو ۱۷ کلونو کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه کړي، خو د نوموړي په وینا د قناعت وړ نه‌دي.

عبدالله: ښځې په انتخاباتو کې فعاله ونډه اخلي.

نوموړي زیاته کړه:

"ښځې په انتخاباتو کې فعاله ونډه اخلي، په عین حال کې د تېرو انتخاباتو په ۱۰۰ کې ۴۰ فیصده رأیې ورکوونکې ښځې وې، ډاډمن یم چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکو او هم د ۲۰۱۹ میلادي کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ښځې له دې هم زیات او ښه رول ادا کړي."

که څه هم د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د راتلونکي ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان ۱۶مه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره ټاکلې ده، خو څو ورځې وړاندې دغه کمېسیون اعلان وکړ چې ښايي دغه نېټه هم تغییر وکړي او ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست انتخابات په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ترسره شي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه په تېرو ۱۷ کلونو کې ښځو په اقتصادي، سیاسي، امنیتي او نور بېلابېلو برخو کې پرمختګونه کړي، خو د ده په خبره هغه پلانونه چې حکومت‌يې په پام کې لري باید ډېر پرمختګونه شوي وی.

د ښځو چارو وزارت وايي، دم‌ګړۍ د هېواد په سیاسي، فرهنګي اقتصادي او داسې نورو ټولنیزو چارو او دولتي بنسټونو کې د ښځو وڼده تر ۳۰ فیصدو پورې رسېدلې.

د حکومت اجرائیه رئیس وايي، دا مهال د وزیرانو، سفیرانو او مرستیالانو په کچه ښځې د حکومت په بېلابېلو لوړو پوستونو کې دندې ترسره کوي.

د حکومت اجرائیه رئیس همدا شان وویل چې ښځو ته د سولې په بهیر کې د پام وړ ونډه ورکړل شوې، خو له وسله‌والو مخالفانو سره به په سوله کې هېڅکله هم د دوی لاسته راوړنې قرباني نه‌شي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون رئیس په همدې سمینار کې وویل هڅې یې دا دي چې د افغانستان راتلونکی نسل په ځانګړې توګه افغان مېرمنې د رهبرۍ په کچه وروزي.

افغان مېرمنې

کنټ هالنډ وویل چې د دغه سمینار هدف دا دی چې څنګه وکولای شو چې د افغانستان په بنسټونو کې جندر مراعت شي.

نوموړي زیاته کړه:

"سمینار د افکارو او پالېسیو د تبادلې یوه بهتره موقع ده، د دغه سمینار هدف دا دی چې د افغانستان په بنسټونو کې جندر چې یوه ملي موضوع ده باید مراعت شي او څنګه کولای شو چې په دې برخه کې کار وشي."

ښاغلی هالنډ زیاتوي هلې ځلې کوي څو څنګه وتوانېږي چې افغان مېرمنو ته د مساوي حقونو فرصتونه برابر کړي.

د حکومت اجرائیه رئیس وايي چې په افغانستان کې مساوي حقونو ته اوږده لاره پاتې ده چې حکومت په دې برخه کې هلې ځلې کوي.

راپور: رحمت‌الله افغان