پر دوه اړخیزو ژمنو د خبرو اترو لپاره یو پاکستانی پلاوی کابل ته راغلی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې په مشرۍ لوړپوړی پاکستاني پلاوی کابل ته راغلی دی.

اسلام اباد ته د افغان چارواکو له سفر وروسته اوس کابل د پاکستاني پلاوي کوربه دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پر خپل ټویټر پاڼه کابل ته د راغلي پاکستاني پلاوي او افغان چارواکو انځورونه خپاره کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ پلاوی د شنبې په سهار«۱۳۹۶کال سلواغې۱۴» کابل ته رارسېدلی چې دواړه لوري به د ترورېزم سره د څرنګه مبارزې او تر څنګ یې پر دوه اړخیزو ژمنو، ګډ پلان او عملي اقداماتو خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۱۴» ازادي راډيو ته د دغه سفر د جزئیاتو او اهدافو په اړه وویل:

شکېب مستغني

"په هغه ناسته کې چې نن د دغه پلاوي او افغان چارواکو ترمنځ کېږي د دوه اړخېزو ژمنو ارزونه به وشي او تمه کېږي چې پر یوه مشخص پلان چې زماني محدویت به هم ولري توافق او دغه شان عملي اقدامات ترسره شي."

ښاغلي مستغني د دغو ژمنو په اړه ډېر وضاحت ورنه کړ، خو ویې ویل چې د پاکستاني پلاوي په ترکیب کې د هغه هېواد یو شمېر لوړ پوړي پوځي او ملکي کسان شامل دي.

دغه پلاوی پر داسې مهال کابل ته راغلی چې ولسمشر غني تېره ورځ یو ځل بیا د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د اسلام اباد د ریښتیني مبارزې غوښتنه وکړه.

Your browser doesn’t support HTML5

غني له پاکستان څخه عملي اقدامات غواړي

افغان چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې وروستۍ خونړۍ حملې چې له پنځه سوه ډېرو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته په پاکستان کې پلان شوي وې او دوی په دې اړه هغه هېواد ته کره اسناد سپارلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رئیس له اسلام اباد نه له راستنېدنې سره سم د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دوی پاکستان ته په هغه هېواد کې د مېشتو طالبانو او حقاني ډلې په اړه داسې کره اسناد وړاندې کړي چې په هېڅ وجه ورنه انکار نه شي کېدلای.

له دې سره د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړی صالح محمد صالح د افغان او پاکستاني پلاوو وروستیو سفرونو، لیدنو کتنو او خبرو ته په پام سره وايي، باید دغه خبرې د ستونزو هواري ته زمینې برابرې کړي.

صالح محمد صالح

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ غوښتنه دا ده چې رامنځته شوي ستونزې د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو اترو له لارې حل شي، تګ راتګ ګیلې ختمولای شي او د دواړو لورو تر منځ د راتلونکو خبرو لپاره زمینه برابرولای شي، داوسنیو ستونزو حل د دواړو هېوادونو په ګټه دی."

ښاغلی صالح وايي، پاکستان باید په دې پوه شي چې په افغانستان کې ثبات د دوی په ګټه هم دی او هغه هېواد باید د ګاونډي افغانستان په اړه نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

ټاکل شوې چې کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر او افغان چارواکو سره یې د خبرو جزئیات او نتیجه نن شنبه ناوخته له رسنیو سره شریکه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

  • پخواني معلومات

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ پلاوی کابل ته ورسېد.

په دې هیئت کې د پاکستان یو شمېر ملکي او نظامي استازي شامل دي چې نن به د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي سره خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل:

"د دې هیئت سفر، کابل ته د یو لړ اندېښنو په ترڅ کې ترسره کېږي او دا سفر د هغو دوه اړخیزو ژمنو پر بنسټ دی چې له ترورېزم سره به غوڅه مبارزه کېږي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړل او له پاکستاني چارواکو سره یې خبرې وکړې.

د ښاغلي مستغني په وینا پاکستانی هیئت به، اسلام اباد ته د افغان پلاوي د سفر د خبرو په دوام نن پر یو شمېر موضوعاتو له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشر یو وار بیا پر پاکستان غږ وکړ چې له ترورېزم سره په مبارزه کې عملي ګامونه پورته کړي، نن شنبه د پاکستان د حکومت د ملکي او پوځي ادارو د یو شمېر لوړ رتبه چارواکو پلاوی کابل ته ځي.

  • پخواني معلومات

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ پلاوی چې د هغه هېواد د ملکي او پوځي ادارو لوړ رتبه چارواکي په کې دي، په داسې حال کې افغانستان ته ځي چې په کابل کې تر خونړیو حملو وروسته، د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت ادارې رئیس اسلام اباد ته ولاړل.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون جمعه له ارګه په وینا کې یو وار بیا پر پاکستان غږ وکړ چې د ترورېزم ضد مبارزه کې عملي ګامونه پورته کړي او ويې ويل:

غني: موږ د پاکستان د اقدام په انتظار یو.

"موږ د پاکستان د اقدام په انتظار یو، خبرې او پروسې د کاغذ پر مخ خبرې دي، د افغانستان ولس څرګند او ځانګړی عمل غواړي."

په کابل، ننګرهار، کندهار او هلمند کې په وروستیو خونړیو حملو کې لسګونه کسان ووژل او زخمیان شول چې زیات یې ملکي افغانان وو.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي

دفاع وزارت: د ۱۱۱مې فرقې د یو کنډک پر جز و تام حمله کې ۱۱ سرتېري وژل شوي

کابل وايي چې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت ادارې رئيس اسلام اباد ته په وروستي سفر کې پاکستان ته داسې کره شواهد وړاندې کړي وو او غوښتنه يې کړې وه چې پاکستان د تروریستي ډلو پر ضد جدي اقدام وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک پاکستان ته تر سفر وروسته، په کابل کې خبریالانو ته وویل چې پاکستاني لوري ته یې یو سند او خپلې مشخصې غوښتنې سپارلي دي.

معصوم ستانکزی او ویس احمد برمک

برمک همداراز ویلي و چې کابل ته له تلونکي پاکستاني پلاوي سره به د هغو پوښتنو په اړه چې په اسلام اباد کې یې مطرح کړې وې، مخامخ او واضح خبرې وشي.

خو په کابل کې د پاکستان سفارت پرون رد کړه چې اسلام اباد د هغو معلوماتو په اړه چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت ادارې رئیس ورته سپارلي، د ځواب ورکولو ژمنه کړې یا هم کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر د کابل او اسلام اباد ترمنځ له مذاکرو سره تړاو لري.

د سفارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، دا سمه نه ده چې روان پاکستانی پلاوی به کابل ته په سفر کې پر هغو مسایلو چې د افغان چارواکو له لوري په اسلام اباد کې مطرح شوي وو خبرې کوي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون مازدیګر خپره شوه، ویل شوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ پلاوی په کابل کې تر خونړیو حملو وروسته، له پاکستاني لوري سره د کورنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت ادارې د رئیس د خبرو په دوام کې، افغانستان ته ځي.

سره له دې چې کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر د جزئیاتو په اړه د کابل او اسلام اباد له لوري ضد او نقیض بیانونه خپاره شوي، په کابل کې د سیاسي چارو یو شمېر څارونکي پر پاکستان د غرب، په ځانګړي ډول د امریکا له لوري زیاتېدونکو فشارونو ته اشاره کوي او باور څرګندوي چې دا وار به کابل ته د پاکستان د پلاوي سفر "بې نتېجې" نه وي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې استاد امان الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې پر پاکستان د امریکا له لوري د سیاسي فشار زیاتېدل افغانستان ته ښه موقع ورکړې چې پر خپلو غوښتنو پښه ټينګه کړي.

امان الله احمدزی وویل:

"په عمومي ډول پر پاکستان اقتصادي فشارونه، په ځانګړي ډول د امریکا له لوري او نړیوال سیاسي فشار د دې سبب ګرځي چې هیله زیاته شي چې پاکستان ښايي له افغانستان سره همکاري زیاته کړي."

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پرون په خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستانی پلاوی به د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی سره ګوري، دوه اړخیزو تعهداتو ته به کتنه کوي.

په همدې حال کې، پاکستان د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، د هغه هېواد د ملي امنیت کمېټې پرون د افغانستان حکومت تورن کړی چې د "ناسم درک" له مخکې چې د "ځانګړو بهرنیو اړخونو له لورې رامنځته شوي" غبرګون څرګندوي.