جمعیت ګوند د زلمي خلیل زاد خبرې د هغه شخصي څرګندونې بللي

د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند د ارګ او عطا محمد نور تر منځ د بلخ ولایت پر سر د رامنخته شوې لانجې په اړه، په دغه هېواد کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیل زاد وروستۍ څرګندونې د نوموړي شخصي نظر بولي.

د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند وايي، د زلمي خلیل زاد څرګندونې د هغه شخصي نظر او هر څوک کولای شي چې په دې اړه خپل نظر څرګند کړي.

د دغه ګوند مرستیال ویاند ذبیح الله فطرت د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، زلمی خلیل زاد دامهال نه کومه رسمي دنده لري او نه هم د یادې ستونزې د حل لپاره چا دنده ورسپارلې ده.

ذبیح الله فطرت

نوموړي زیاته کړه:

"ښاغلي خلیل زاد د یوه عادي کس په توګه څرګندونې کړي، موږ د هغه خبرې د یوه عادي کس خبرې ګڼو، ښاغلی خلیل زاد کوم ماموریت نه لري، جمعیت خپل وړاندیزونه ارګ ته سپارلي او هغې ته په تمه دی."

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد چې تازه کابل ته راغلی و، له رسنیو سره په خبرو کې د بلخ پخواني والي عطامحمد نور ته خبرداری ورکړی چې افغان حکومت او نړیوال شریکان یې نور پر وړاندې صبر او حوصله نه لري او نه هم د یادې ستونزې دوام غواړي.

ویل کېږي چې نوموړی د ارګ او د بلخ د پخواني والي تر منځ د لانجې د هواري په هدف افغانستان ته راغلی و.

له یوې میاشتې زیات وخت کېږي چې افغان ولسمشر د بلخ د والي استعفا منظور کړې او پرځای یې انجنیر داوود د بلخ د نوي والي په توګه اعلان کړی دی.

خو ښاغلي نور خپله استعفا منتفي بللې او خپله برطرفي یې له جمعیت اسلامي ګوند سره په تفاهم مشروطه بللې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې سپینې ماڼۍ تازه ویلي چې هیڅوک نه شي کولای د شخصي ګټو لپاره د افغانستان ملي تصمیمونه له ستونزو سره مخامخ کړي.

په دې اړه د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي، د مرکزي حکومت او د بلخ د پخواني والي ترمنځ ستونزه باید ختمه شي او د بلخ د ادارې مسؤلیت په سوله ییز ډول نوي والي ته انتقال شي.

له دې وړاندې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس او په کابل کې د دغه هېواد نوي سفیر جان باس هم ویلي وو چې د ارګ او د بلخ د پخواني والي ترمنځ راولاړه شوې ستونزه دې په سوله ییزه ډول حل او یو طرفه شي.

په ورته وخت کې په کابل کې د برېتانیا سفیر نیکولاسکي د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې وویل، دوی په دې اړه اندېښمن دي او غوښتنه یې داده چې په یاده مسئله کې قانون ته درناوی وشي.

د افغانستان د مشرانو جرګې یوشمېر غړي وايي، د ستونزې د هواري په هدف د ارګ او جمعیت ترمنځ خبرې روانې دي.

د مشرانو جرګې غړې لیلما احمدي له زادي راډیو سره په خبرو کې په دواړو لورو غږ وکړ چې په خپلو خبرو کې د افغانستان ملي ګټې په پام کې ونیسي.

اغلې احمدي وویل :

"د جمعیت او ارګ ترمنځ خبرې روانې دي، موږ تمه لرو چې دواړه لوري په ډېر درایت له موضوع سره چلند وکړي، زموږ هیله دا ده چې دواړه لوري په خبرو کې د افغانستان او خلکو ملي ګټې په پام کې ونیسي، بشپړ باور لرم چې دغه ستونزه به ژر د خبرو له لارې هواره شي."

د افغان ولسمشر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو د دفتر مرستیال محمد هارون چخانسوري د تېرې اوونۍ په پيل کې خبریالانو ته ویلي وو چې د بلخ په سیمه ییزه اداره کې بدلون یوه کوچنۍ اداري موضوع ده چې د اساسي قانون په رڼا کې به حل شي.

راپور: رحمت الله افغان