په تېر یوه کال ولسمشرۍ کې د ټرمپ مهمې پرېکړې!؟

د جنورۍ پر شلمه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د لوړې یو کال پوره کېږي.

ټرمپ د امریکا د تاریخ له لانجمنو ولسمشرانو څخه دی چې په امریکا کې دننه او بهر هم پلویان او هم دښمنان لري.

ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر شلمه نېټه د متحدایالاتو د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

ښاغلي ټرمپ له لوړې وروسته په خپله وینا کې اعلان وکړ چې د امریکا بهرنۍ پالیسي به د یوه نوي لید پر بنسټ پرمخ ولاړه شي.

هغه وویل چې له دې وروسته به په هرڅه کې لومړی د امریکا ګټې په پام کې نیول کېږي:

ډونالد ټرمپ

"له نننۍ ورځې وروسته به په هرڅه کې یوازې امریکا لومړۍ وي، امریکا به لومړۍ وي."

ولسمشر ټرمپ خپله ویناوې ډېرژر عملي کړې.

هغه متحده ایالات د پاریس له اقلیمي تړون او د ترانس پسیفیک د تجارتي همکارۍ له تړون څخه وایست او ویې ویل چې دا تړونونه د متحدایالاتو په زیان دي.

ټرمپ د کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه چې له روسیې سره د امریکا په اړیکو کې به ښېګڼه راولي.

په جولای میاشت کې د جرمني په هامبورګ ښار کې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره په لومړۍ کتنه کې یې د روسیې په وړاندې سوله ییزه لهجه وکاروله.

ټرمپ له پوتین سره.

خو ټرمپ پر روسیې د امریکا هغه بندیزونه پرځای پرېښودل چې د اوکراین د کرېمیا ټاپووزمې د نیولو له کبله پر دې هېواد لګول شوي وو.

د شمالي کوریا اټمي پروګرام د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ بله مهمه مسئله ده.

د ټرمپ د ولسمشرۍ په تېر یوکال کې له شمالي کوریا سره د امریکا اړیکې د پیونګ یانګ د توغندیو د ازموینو له کبله خورا زیات کړکېچن شول او په دې ترڅ کې ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون یوبل ته سپکې سپورې هم وویلې.

د شمالي کوریا مشر د یوې توغندۍ د ازمایلو د لیدنې پرمهال.

خو د نړۍ ډېرو مشرانو له دې کبله اندېښنه وښوده او د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل وویل چې د دواړو مشرانو لفظي جګړه به د شمالي کوریا د توغندیو او اټمي پروګرام لانجې حل نه کړي.

ټرمپ ایران ته هم ګواښ وکړ چې له لوېدیځ سره د دې هېواد د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقه به فسخه کړي.

د ټرمپ په وینا په دې موافقه کې ځینې لویې غلطۍ شوي چې باید اصلاح شي.

ټرمپ بهر ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د مې په شلمه نېټه سعودي عربستان ته ولاړ او د افراطيت پرضد د اسلامي نړۍ د ملاتړ د جلبولو هڅه یې وکړه.

خو ولسمشر ټرمپ متحدایالاتو ته د یوشمېر اسلامي هېوادونو د وګړو پر سفر د بندیز په لګولو او د اسرائیل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندو سره د ډېرو مسلمانانو غوسه هم وپاروله.

ښاغلي ټرمپ که څه هم د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال ژمنه کړې وه چې په بهر کې د امریکا پوځي عملیات به محدود کړي خو په اپرېل میاشت کې یې د ولسمشر بشاراسد د حکومت له خوا پر ملکي وګړو د کیمیاوي حملو له ادعاوو وروسته د سوریې پر یوه پوځي اډه د توغندیو د برید امر وکړ:

د اسد رژيم پر یوې پوځې اډې د امریکا توغندیز برید.

"اسد د اعصابو د ځپونکو کیمیاوي وسلو په کارولو سره د بېګناه خلکو، ښځو او ماشومانو ژوند زیندۍ کړ."

ټرمپ د افغانستان د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې هم د داعش ډلې پر مرکز د بمونو د مور په نوم د یوه لوی بم د اچولو امر ورکړ او افغانستان ته یې د درې زره اضافي سرتېرو د استولو طرح عملي کړه.