اجرائیه ریاست: د دښمن له پروګرامونو سره همغږي د سیاسیونو په زیان ده

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، د دښمن له اهدافو او پروګرامونو سره د سیاسي څېرو او جریانونو همغږي دوی ته زیان اړوونکې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کې کېږي چې تېره ورځ د ملي محاذ ګوند مشر د خپلو پلویانو په منځ کې ویلي وو چې ګواکې د وسله والو طالبانو د مشرتابه اکثریت غړي په افغانستان کې دي.

د اجرائیه ریاست ویاند د سید حامد ګیلاني خبرې د اندېښنې وړ وبللې او ویې ویل، ټول په دې پوهېږي چې د وسله والو طالبانو مشران او د هغوی پناځایونه چېرې دي؟

مجیب الرحمن رحیمي د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۱۷ مه» ازادي راډیو ته وویل، هغه څرګندونې چې د افغانستان له سیاست سره په ټکر کې وي، سیاسي څېرو او جریانونو ته زیان اړوونکې دي.

مجیب الرحمن رحیمي

ښاغلي رحیمي وویل:

"ټولو مطرحو افغان سیاسي څېرو ته زما پيغام دا دی، په داسې شرایطو کې چې پاکستان تر فشار لاندې دی او امریکا د پاکستان پر وړاندې له ترورېزم نه د ملاتړ په برخه کې مشخص او قاطع تصمیمونه نیولي، افغان سیاسیون یې باید ملاتړ وکړي، هغه سیاسي څېرې او جریانونه چې په ځانګړې توګه له طالبانو او پاکستانه ملاتړ کوي، د افغانستان له سیاست او سیاسي جریانونو سره په تضاد کې دي. "

ښاغلی رحیمي له افغان سیاسیتواالو او سیاسي جریانونو غواړوي چې د داشان څرګندونو پرځای، د امریکا او افغانستان له هغه دریځه ملاتړ وکړي، کوم چې د پاکستان پر وړاندې یې غوره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې د عالي شورا غړي او د ملي محاذ ګوند مشر پیر سید حامد ګیلاني د شنبې په ورځ په کابل کې د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې ادعا وکړه چې د وسله والو طالبانو د مشرتابه پلاوي اکثریت غړي په افغانستان کې دي او له بل هر وخت زیات اوس د سولې د خبرو لپاره فرضت برابر شوی دی.

د ملي محاذ د ګوند مشر داسې محال دغه موضوع مطرح کوي چې په دې وروستیو کې امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د رښتینې مبارزې په هدف پر پاکستان خپل فشارونه زیات کړي دي.

افغان حکومت وايي، نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول امریکا دا درک کړې چې افغانان په تېرو ۱۵ کلونو کې د هغو ترهګرو قرباني دي چې پناه ځایونه یې په پاکستان کې دي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر، د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو او د دغه هېواد پوځي چارواکو پاکستان د ترورېستي ډلو پناه ځای یاد کړی دی.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، د سید حامد ګیلاني تازه څرګندونې د افغان حکومت او امریکا له هڅو سره په ټکر کې دي.

د دغو کارپوهانو له ډلې ودیر صافي ازادي راډیو ته وویل، دا ډول څرګندونې تر ډېره د پاکستان د دریځ ملاتړ کوي.

ودیر صافی

ښاغلی صافی زیاتوي:

"که چېرې زه د حکومت پرځای وای، ښاغلی ګیلاني مې راغوښت او پوښتنه مې ترې کوله، ممکن سید حامد ګیلاني له بېلابېلو پاکستاني کړیو سره نېږدې اړیکې ولري، د نوموړي او (ای. اس، ای) څرګندونې یو ډول دي، که دقیق ادرس ولري، نو را دې شي او له افغان حکومت سره دې شریک کړي او که چېرې دقیق نه وي، نو ښاغلی ګیلاني باید تاوان ورکړي، ولې داسې خبرې مطرح کوي چې دقیقې نه وي؟"

له دې ټولو سره سره افغان حکومت وايي، د وسله والو طالبانو مشران پاکستاني پاسپورټونه لري، د دوی شوراګانې عملاً په پاکستان کې فعالیت لري او د امریکايي پوځیانو له خوا د پاکستان په خاوره کې د دوی د مشرانو په نښه کول د دې څرګندونه کوي چې د دغې ډلې مشران په پاکستان کې دي.

ودیر صافی ټینګار کوي، که د ملي محاذ ګوند مشر خپلې مطرح کړې څرګندونې ثابتې نه کړي، پیغام به یې ښه نه او باید بخښنه وغواړي.

راپور: رحمت الله افغان