فراهي: د کندهار د معروف، ارغستان او د زابل د اټغر ناامنه سیمې له طالبانو پاکې شوي

د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي وايي، د کندهار په معروف ارغستان او د زابل په اټغر ولسوالۍ کې د تېرو اتو ورځنیو تصفیوي عملیاتو وروسته اوس د دغه ولسوالیو نا امنه سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوي دي.

د نوموړي په وینا په دغه عملیاتو کې چې ملي اردو سرحدي او ملي پولیسو په کې برخه اخیستې وه د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ مخامخ جګړې هم شوې چې پر مهال یې د دولت ۷ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امنیت امر د وژل شویو وسله والو دقق شمېر او دغه راز د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ور نه کړه.

فراهي د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۱۷» ازادي راډیو ته وویل چې په دغه عملیاتو کې د معروف د وام درې سیمه هم له وسله والو تصفیه شوې چې د تېرو څو کلونو راهیسې نا امنه وه او وسله والو له دغه سیمې د کندهار او زابل پر سرحدي ولسوالیو یې حملې کولې.

فراهي: په دغه عملیاتو کې د معروف ولسوالۍ د وام دره له طالبانو پاکه شوې.

نوموړي زیاته کړه:

"په دغه عملیاتو کې د معروف تر ارغستانه او تر اټغره مو ډېرې سیمي له دوښمن څخه تصفیه کړي او ډېرې لاسته راوړنې لرو."

د کندهار معروف ارغستان او د زابل اټغر ولسوالۍ د دغه دو جنوبي ولایتونو نا امنه سرحدي ولسوالۍ بلل کېږي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور : محمدصادق رښتینی