د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

د کندهار د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ انتحاري حملې ۱۲ سرتیري وژلي


د کندهارد معروف ولسوالۍ پر ودانۍ انتحاري حملې ۱۲ امنیتي سرتیري وژلي دي.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د دې ولایت د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ یوې انتحاري موټر بم حملې ۱۲ امنیتي سرتیري وژلي او څلور نور يې ټپیان کړي دي.

وسله والو طالبانو چې د دغه حملې مسؤلیت منلی ادعا کوي چې د څو ساعتونو لپاره يې د معروف ولسوالۍ سقوط کړی.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني ازادي رادیو ته وویل چې تېره شپه وسله‎والو طالبانو د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ د موټر بم په وسیله انتحاري حمله کړې چې د ملي اردو پولیسو او ملي امنیت ۱۲ سرتېري په کې وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د دُراني په وینا حمله کوونکي د پولیسو د ټانګ څخه چې د چاودیدونکو موادو ډک وو استفاده کړې او د ولسوالۍ په لومړي قرول کې يې چاودنه کړې.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُرانی
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُرانی

دی وايي:

"وسله والو د پولیسو یوه ټانګ ته چې د چاودیدونکو موادو ډک وو د ولسوالۍ په لومړي قرول کې چاودنه ورکړې چې زموږ ۱۲ سرتیري په کې شهیدان شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. "

دُرانی وايي، تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونو د سیمې کنټرول په لاس کې اخېستی او د ولسوالۍ پر ودانۍ يې د وسله والو طالبانو د کنټرول مخه نیولې.

وسله والو طالبانو چې د دغه حملې مسؤلیت منلی ادعا کوي چې د څو ساعتونو لپاره يې د معروف ولسوالۍ سقوط کړې.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي رادیو ته په یوه استولي پیغام کې ويلي چې وسله والو طالبانو ته د امنیتي ځواکونو لسګونه میله وسلې او تجهیزات په لاس ورغلي.

په عین وخت کې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې یوه ځوان هلک او یوې ځوانۍ نجلۍ زهر خوړلي او ځان وژنه يې کړې.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه د پېښې د څرنګوالي په هکله پلټنه کوي.

راپور : محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG