په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر غلام علي خوشرو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستي ټویټ ته په اشارې امریکا تورنه کړې چې د ایران په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي.
غلام علي خوشرو پرون ناوخته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک استولی او امریکا یې تورنه کړې چې د ده په خبره په مضحکانه توګه د مظاهرهچیانو د ملاتړ په نوم د ایران په کورنیو چارو کې مداخله کوي، نړیوال قوانین او د ملګرو ملتونو طرزالعلونهیې تر پښو لاندې کړي دي.
د ایران سفیر ښاغلي خوشرو په هېوادونو غږ کړی چې د واشنګټن دریځ وغندي.
د امریکا ولسمشر د ایران مظاهرهچیانو ته په ټویټر لیکلي چې امریکا به په یوه مناسب وخت کې له تاسو کلک ملاتړ وکړي.
Such respect for the people of Iran as they try to take back their corrupt government. You will see great support from the United States at the appropriate time!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) January 3, 2018
په ایران کې له تېرې پنجشنبې مظاهرې پیل شوي او پهکې د رژیم او مذهبي مشر پر ضد شعار ورکول کېږي.
تر اوسه پورې له پولیسو سره په اخ او ډب کې ۲۲ تنه وژل شوي او همدا مسئله د دې لامل شوه چې امریکا د ایران د دغه کړکېچ په باب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې بېړنۍ غونډې د وربللو غوښتنه کړې ده.
ولسمشر ډونالد ټرمپ ته نږدې سرچینو ویلي په ایران باندې به د دې لپاره چې مظاهرهچیانیې ځپلي او د بشر حقونهیې نهدي مراعات کړي، بندیزونه ولګوي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي ویلي چې موږ غواړو مرسته وکړو چې د ایرانیانو غږ تقویه شي.