د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

امریکا د اعتراض کوونکو د ځپلو په غبرګون کې پر ایران بندیزونه لګوي


یوه جګپوړي امریکایي چارواکي وویل چې د امریکا متحده ایالات پر دې فکر کوي چې پر ایران نوي بندیزونه ولګوي.

لوېدیځو اژانسونو د یوه جګپوړي امریکایي چارواکي په وینا چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله خبر ورکړ چې واشنګټن د دې لپاره پر نورو بندیزونو غور کوي چې ایران له حکومت ضد مظاهره‌چیانو سره سخت چلند کړی او لږ تر لږه ۲۲ تنه د اعتراضونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې الیزابیت تروسیل هم پرون په جنوا کې روېټرز اژانس ته وویل چې د ایران له حکومته‌یې غوښتي دي چې له اعتراض کوونکو سره خشونت ونه‌کړي.

الیزابیت تروسیل: ایران باید له اعتراض کوونکو سره خشونت ونه‌کړي.
الیزابیت تروسیل: ایران باید له اعتراض کوونکو سره خشونت ونه‌کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر دغو راپورونو ته چې تر ۲۰ ډېر کسان د مظاهرو په ترڅ کې وژل شوي، ډېر خواشینی دی. د همدې لپاره ده د ایران پر چارواکو غږ کړی دی چې له ټوله وسه کار واخلي تر څو شخړې راکمې کړي، له وضعیت سره په ډېر احتیاط چلند وکړي او نور له هغو هڅو ډډه وکړي چې شخړې ورسره زیاتېدای شي."

د فرانس پرس اژانس په وینا پر ایران د بندیزونو لپاره واشنګټن هڅه کوي له ټولو اطلاعاتي سرچینو استفاده وکړي ترڅو پوه شي چې څوک مظاهره‌چیان ځپي او له بشري حقونو سرغړونه کوي.

په ایران کې د حکومت پر ضد مظاهرې د تېرې پنجشنبې په ورځ په مشهد کې د خوراکي موادو د بیو د زیاتېدو لپاره پیل شوې، بیا دا مظاهرې د ایران نورو ښارونو ته خورې شوې او سیاسي بڼه‌یې خپله کړه.

په ایران کې مظاهرې.
په ایران کې مظاهرې.

په ورته وخت کې په زرګونه کسانو د حکومت په پلوي مظاهرې وکړې.

د یوه نا تأیید شوي راپور له مخې د ایران نیمه دولتي اژانس مهر پرون خبر ورکړ چې د پیرانشهر په سیمه کې د ایران د استخباراتو سپاه پاسداران درې کارکوونکي وژل شوي دي.

مهر اژانس بیا وروسته د سپاه پاسداران انقلاب د سخت دریځې ډلې په وینا وویل چې دا کسان د عراق له کردستان سره پر پوله وژل شوي او له اعتراضونو سره ارتباط نه‌لري.

د امریکا ولسمشر د ایران د مظاهرو له پیل راهیسې څو ځله په ټویټر کې پیغامونه خپاره کړي دي او پرون‌یې په دې اړه په خپل نوي پیغام کې ولیکل چې د ایران خلک د فاسد حکومت د لیرې کېدو په لټه کې دي.

XS
SM
MD
LG