پاکستان د ټرمپ د وروستي ټویټ په غبرګون کې د امریکا سفیر احضار کړ

پاکستان په دغه هېواد کې د امریکا سفیر احضار کړ.

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر پاکستان د میلیاردونو ډالرو مرستې د بندولو ګواښ وکړ او اسلام‌اباد یې د تُندلارو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په درواغ ویلو تورن کړ.

پاکستاني چارواکو یې په غبرګون کې ویلي چې امریکا باید په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه پر خپله غاړه واخلي.

په اسلام‌اباد کې د امریکا د سفارت یوه ویاند نن تأیید کړه چې په پاکستان کې د امریکا سفیر ډېوېډ هېل «David Hale» د دوشنبې په ماښام احضار شوی وو څو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستي ټویټ په اړه وضاحت ورکړي.

ډېوېډ هېل

دغه ویاند د دې لیدنې په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

پاکستاني چارواکي وایي، د دغه هېواد صدراعظم شاهد خاقان عباسي نن سې شنبه د امریکا د ولسمشر د دې څرګندونو د غبرګون لپاره د کابینې بېړنۍ غونډه جوړوي.

ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۸ مېلادي کال په لومړۍ ورځ په خپل ټویټ کې پر پاکستان تور ولګاوه چې د ترورېزم پر وړاندې مبارزې په برخه کې یې امریکا ته درواغ ویلي او امریکا یې په تېرو ۱۵ کلونو کې هسې تېر ایستلې او څه باندې ۳۳ میلیارده ډالره‌یې له ترورېزم سره د مبارزې په نوم ترې اخیستي دي.

دی وایي، پاکستان په خپله خاوره کې هغو ترورېستانو ته پناه ورکړې چې امریکا په افغانستان کې ورسره جنګېږي.

تر دې وروسته سپینې ماڼۍ تأیید کړه چې پاکستان ته به ۲۲۵ میلیونه ډالره پوځي مرسته ورنه‌کړي.

د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر خان د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې اسلام‎اباد له ترورېزم سره د مبارزې په لار کې د یوه متحد په توګه په وړیا له امریکا سره ځمکنۍ او هوايي اړیکې، پوځي اډې او استخباراتي همکاري کړې چې په ځواب کې یې امریکا له طعنې وهلو او بې‌باورۍ پرته بل څه نه‌‎دي کړي.

دغه‌راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف د پاکستان اردو ژبې جیو ټلوېزیون ته ویلي چې امریکا باید په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ مسؤلیت پر خپلو خلکو واچوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف

دی وایي، امریکا باید په افغانستان کې د پوځي لارې پر ځای د خبرو او مذاکراتو لاره پر مخ بوځي.

په همدې حال کې په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمد الله محب د امریکا د ولسمشر د دې پیغام هرکلی کړی دی.

نوموړي له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې پاکستان تر اوسه په دې هېواد کې د هغو ترورېستانو ځالې له‌منځه نه‌دي وړي چې په افغانستان کې دوامداره حملې کوي.

حمدالله محب

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ لپاره دا یو مثبت پیغام دی چې پر پاکستان باندې د امریکا فشار نور هم زیات شي او د هغې مرستې بندیز چې دوی یې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له امریکا څخه اخلي، پر پاکستان مستقیم فشار راوړي، موږ یې هرکلی کوو."

وروسته له هغه چې امریکا د تېر مېلادي کال په اګسټ کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله کې د مشکوکو امریکایي بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر شوي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د تېر ډسمبر پر ۲۱مه کابل ته په خپل سفر کې پاکستان ته په خطاب کې وویل چې دغه هېواد له امریکا سره د کار کولو په نتیجه کې ډېر څه ترلاسه کوي او برعکس مجرمینو او ترورېستانو ته په پناه ورکولو ډېر څه له لاسه ورکولای شي.