د روسیې امنیت شورا: اقتصادي وده افغانستان له روان امنیتي بحرانه ایستلی شي

د روسیې امنیتي چارواکي وایي، په افغانستان کې ښه اقتصادي وده کولای شي دغه هېواد له روان امنیتي بحرانه راوباسي.

روسیه اټکل کوي چې په افغانستان کې اقتصادي وده او د ګډو پروژو عملي کول به وکولای شي دغه هېواد له هغو امنیتي ستونزو راوباسي چې ورسره لاس او ګرېوان دی.

د روسیې د امنیت شورا رئیس نیکولای پاتروشیف له یوې روسي ورځپاڼې سره په مرکه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه ویلي چې د ترورېزم د خپرېدو د مخنیوي لپاره اقتصادي لارې چارې د یوه مهم عنصر په توګه مرسته کولای شي.

د روسیې د امنیت شورا رئیس نیکولای پاتروشیف.

پاتروشیف وایي:

"موږ ډاډه یو چې د ګډو پروژو تطبیق کولای شي د ترورېزم او ترورېستي افکارو د خپرېدو سره د مبارزې په برخه کې د یوې اساسې وسیلې په توګه کار ورکړي."

پاتروشیف په دې برخه کې د دواړو هېوادونو د امنیتي ادارو او دغه‌راز له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ده د وروستیو خبرو یادونه کړې ده.

دغه روس چارواکي وایي، روسیه دا مهال د انرژۍ، کرنې، پوځي ټکنالوژۍ او نورو سکټورونو کې له افغانستان سره سوداګریزې معاملې لري.

دی زیاتوي، اوس‌مهال ۳۰ روسي شرکتونو لېوالتیا ښودلې چې په افغانستان کې کار وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د سواګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي، له روسیې سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې د پخوا په مقایسه ډېرې کمې دي.

خان جان الکوزی

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل:

"لوېدیځ هېوادونه علاقه نه‌لري چې له روسیې سره قراردادونه وشي، نو د دې لپاره دلته د هغوی لپاره د پانګونې فرصتونه یو څه کم دي. د دوی پلاوي څو ځلې راغلي او غوښتل‌یې د کانونو په تېره بیا د تېلو او ګازو په را ایستلو، د سالنګ لویې لارې په جوړولو او نورو برخو کې قراردادونه وکړي، خو ونه‌شوه. دغه کمپنۍ لږ ناهیلې هم شوه، خو بیا هم موږ له دوی سره د حد اقل تر سطح خپل سوداګریز تعلقات ساتلي دي. امکانات د ډېرېدو یې شته که چېرې افغان حکومت وغواړي، روسان علاقه لري چې زموږ سره تجارت ډېر کړي."

روسیې تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د افغانستان بحران یوازې د زور له لارې نه‌هوارېږي او نورې بدیلې لارې هم لري.

دا خبره د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روانې میاشتې په سر کې کړې وه.

مسکو په وار وار له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د ترورېزم د خورېدو څخه اندېښنه ښودلې ده.

د روسیې د امنیت شورا مشر په خپلې پرونۍ مرکه کې تکرار کړه چې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو له اوږدمهاله حضور سره سره په دغه هېواد کې امنیتي حالات خراب شوي دي.

دغه روسي چارواکي په افغانستان کې اقتصادي وده، د خلکو رفا، د بې‌کارۍ سطحي کمول او د پوهې سطحې لوړول د افغانستان د سولې او ثبات د بېرته راوستلو اساسي عناصر وبلل.

د روسیې تر څنګ د بلاروس ولسمشر له افغانستان څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ترورېزم له خورېدو څخه اندېښمن دی.

الکساندر لوکاشینکو نن د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان په یوه سرمشریزه کې د منځنۍ اسیا پر مشرانو غږ وکړ چې باید په افغانستان کې د ترورېزم مخه ونیول شي کنه د ده په خبره وروسته به‌یې مخه نیول تر سوریې ګران کار وي.

د لوکاشینکو په وینا ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او هم قزاقستان او قرغزستان هغه هېوادونه دي چې د ترورېستي سازمانانو له‌خوا به په نښه شي.