فطرت: د جمعیت ګوند مقابل لوری ارګ دی، نه د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د بلخ د نوي والي د معرفي کېدو په تړاو د سیمه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې څرګندونې د جمعیت اسلامي ګوند له غبرګون سره مخ شوي.

د دغه ګوند مرستیال ویاند ذبیح‌الله فطرت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۵» ازادي راډیو ته وویل، د جمعیت ګوند مقابل لوری ارګ دی، نه د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکه اداره.

ښاغلی فطرت وايي، عطا محمد نور د بلخ والي دی په عادي ډول دفتر ته ځي او خپل کار کوي.

د جمعیت ګوند مرستیال ویاند ذبیح‌الله فطرت

دی وايي:

"د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند مقابل لوری ارګ دی او فکر کوم دا د سیمه‎ییزو ارګانونو له صلاحیته پورته موضوع ده. زموږ لوری ارګ دی او له ارګ سره خبرې کوو. د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکه اداره کولای شي چې له خپلو مأمورینو سره دغه‌شان چلند وکړي."

د سیمه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیرې يوسف‎زاده د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۴» ازادي راډیو ته ویلي و چې د بلخ د نوي والي په تړاو د ولسمشر حکم عملي کېږي او دوی به انجنیر محمد داوود د بلخ د نوي والي په توګه معرفي کړي.

اغلې يوسف‎زاده عطا محمد نور د بلخ استعفا شوی والي ياد کړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ يوه اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې د عطا محمد نور استعفا يې منظور کړې او انجنیر محمد داوود د هغه ځای ناستی ټاکل شوی.

عطا محمد نور د بلخ والي دی په عادي ډول دفتر ته ځي او خپل کار کوي.

دغه اعلان د جمعیت اسلامي ګوند سخت غبرګون راوپاروه او ښاغلي نور وویل چې د ده استعفا ورته د منلو نه‎ده.

خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۴» د وزیرانو شورا تر غوندې دمخه رسنیو ته وویل چې د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه هم په دغې پرېکړه کې له دوی سره و.

په ورته وخت کې د سیمه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیرې يوسف‎زاده د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۵» ازادي راډیو ته وویل، عطا محمد نور د بلخ د والي په توګه نور رسمیت نه‎لري.

د سیمه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویانده منیره يوسف‎زاده

اغلې يوسف‎زاده وايي، د نوي والي تر معرفي کېدو پورې به د بلخ ولایت چارې د دغه ولایت د والي د مرستیال له‎خوا پر مخ وړل کېږي.

دا زیاتوي:

"له کوم وخته چې د استاد عطا استعفا منظور شوې، د نوي والي تقرر په رسمي توګه اعلان شوی دی. د نوي والي تر معرفي کېدو پورې به د سیمه‎ییزو ارګانونو د پالېسۍ له مخې چارې د مرستیال له‎خوا پر مخ وړل کېږي."

خو جمعیت اسلامي ګوند عطا محمد نور اوس هم د بلخ برحاله والي ګڼي.

د دغه ګوند مرستیال ویاند ذبیح‌الله فطرت وايي، ښاغلی نور اوس هم د بلخ د والي په توګه رسمي پاڼې او مکتوبونه لاسلیک کوي.

راپور: واصل وصال