د وسله‌والو تر نفوذ لاندې سيمو کې حکومتي چارې ټکنۍ دي

د افغانستان په هغو ولسواليو کې چې د وسله‌والو طالبانو په کنټرول کې دي، يا له لوړو امنيتي تهديداتو سره مخامخې دي، اداري کارونه او د حکومت خدمات څنګه مخ ته ځي؟

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په هلمند، غزني، زابل او بدخشان ولايتونو کې ٩ ولسوالۍ د حکومت له کنټروله وتلې دي او د دولت وسله‌وال مخالفین ورباندې حاکم دي چې هلته دولتي چارې او نور خدمات هم له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

دولت وزیري

د دغه وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري، له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغو ولسواليو نوم وانه‌خيست:

"نهه ولسوالۍ د دښمن په کنټرول کې دي. دغه ولسوالۍ په هلمند، غزني، زابل او بدخشان کې دي."

په جګړه ځپلي هلمند کې بيا ولايتي اداره تأييدوي چې ۵ ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په کنټرول کې دي.

عمر ځواک

د والي وياند عمر ځواک په دې اړه وویل:

"ديشو او باغران ولسوالۍ له ١٣ کلونو راهيسې د دښمن په لاس کې دي، دغه‌راز خانشين، نوزاد او موسى‌کلا ولسوالۍ هم په وروستيو کلونو کې د وسله‌والو مخالفینو لاس ته ورغلي چې ټولې پنځه ولسوالۍ کېږي."

د هلمند د والي وياند وايي له دغو ۵ ولسواليو پرته د هلمند د نورو ولسواليو په مرکزونو کې ولسوالان شته.

هاخوا د افغانستان په شمالي ولايت بدخشان کې چې ٢٩ ولسوالۍ لري، يمګان او وردوج له دوو کلونو راهيسې د وسله‌والو په کنټرول کې دي.

د بدخشان د والي مرستيال ګل محمد بېدار ازادي راډيو ته وويل، وسله‌وال طالبان د جرم، بهارک، شهدا او راغستان ولسواليو پر ډېرو برخو هم کنټرول لري.

ګل محمد بېدار

نوموړي زیاته کړه:

"يمګان او وردوج ولسوالۍ په مکمل ډول د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي. د څو نورو ولسواليو په کليو کې هم دوى فزيکي حضور لري، د دغو دوو ولسواليو چارې زموږ په ورڅېرمه ولسواليو بهارک او جرم کې ترسره کېږي. د يمګان ولسوالۍ چارې په جرم او د وردوج ولسوالۍ کارونه په بهارک ولسوالۍ کې ترسره کوو."

افغان چارواکي وايي، په زابل کې خاک افغان او په غزني کې ناوه ولسوالۍ له څو کلونو راهيسې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په کنټرول کې ده.

په ميدان وردګ کې بيا له اتو ولسواليو جغتو او داى ميرداد هغه ولسوالۍ دي چې ويل کېږي له لوړو امنيتي خطراتو سره مخامخې دي.

د والي وياند عبدالرحمن منګل ازادي راډيو ته وويل، په دغو دوو ولسواليو کې د لنډ وخت لپاره ولسوالان نه‌شته.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغو دوو ولسواليو حالت لږ ښه شوى چې سږ کال وتوانېدو د خلکو او قومي مخورو په مرسته هلته ځينې پراختيايي پروژې عملي کړو. کله چې ولسوالان د رخصتۍ لپاره خپلو کورونو ته ځي د تګ په وخت کې لږ څنډ راځي، ځکه موږ اړ يو ولسوالان د قطار په وسيله دغو لسواليو ته ولېږو چې په دې وخت کې ځنډ راځي."

د افغانستان د محلي ارګانونو خپلواکه اداره وايي، په هغو ولسواليو کې چې له لوړو امنيتي خطراتو سره مخ دي، د دولت حاکميت نه‌شته او د دغو ولسواليو چارې د اړوندو ولايتونو په مرکزونو کې يا هم ګاونډيو ولسواليو کې د ولسوالانو له‌خوا پر مخ روانې دي.

د دې ادارې وياندې منيرې يوسف‌زاده ازادي راډيو ته ونه‌ويل چې دا ولسوالۍ کومې دي.

منیره یوسف‌زاده

نوموړې زیاته کړه:

"په هغو څو ولسواليو کې چې د لوړو امنيتي تهديداتو له کبله د ولسوالۍ مرکز د لنډ وخت لپاره خپل فعاليت بندوي، ولسوال په ګاونډۍ ولسوالۍ يا بله ولسوالۍ کې چې امنيتي وضعيت‌يې ښه وي، چارې سمبالوي، خو کار يې لږ متفاوت دى. دوى له خلکو او قومي مخورو سره ګوري، هغوى غوښتنې اوري او ليکي يې."

مېرمن يوسف‌زاده وايي، د افغانستان د ٣٨١ ولسواليو له جملې نږدې ۴٠ ولسوالۍ د سرپرستانو له‌خوا اداره کېږي.

ويل کېږي د ځينو ولسواليو په مقرونو کې د ولسوالانو نشتوالى، خلکو ته د خدماتو د رسېدو چارې ټکنۍ کړي او حکومت‌داري يې کمزورې کړې ده.

د محلي ارګانونو خپلواکه اداره هم تأئيدوي چې په ځينو ولسواليو کې د ولسوالانو نشتوالى سبب کېږي چې په چارو او د خدماتو په رسولو کې ځنډ او خنډ راشي.

په افغانستان کې د بيارغونې پر چارو د امريکا د څار ادارې يا سيګار د روان لمريز کال په غويي يا ثور مياشت کې په يوه راپور کې ويلي وو، وسله‌وال طالبان پر ١١ ولسواليو کنټرول او پر ٣۴ نورو ولسواليو نفوذ لري.

د دې راپور له مخې، افغان حکومت پر ٩٧ ولسواليو کنټرول او ١۴٦ نورو ولسواليو نفوذ لري.

پاتې نورې ولسوالۍ لانجمنې ګڼل شوې دي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د لړم يا عقرب مياشتې په وروستيو کې ويلي وو، افغان ځواکونه د افغانستان پر دوه پر درېيمه برخه نفوس کنټرول لري.

هغه وويل، هڅه کېږي چې د افغانستان پر نفوس د افغان قواوو د نفوذ اندازه ۸۰ فيصدو ته ورسوي.