د هرات د ګلران ولسوالۍ ماشومان، ایران ته مسافر او د نامعلوم هدف لومه

د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي، هغه ۵۳ افغان ماشومان چې وایي، په ډله‎ییزه توګه ایران ته تللي وو، د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۷» ایراني چارواکو بېرته هرات ته ستانه کړل.

د دې ادراې رئیس احمد جاوید نادم ازادي راډیو ته وویل، ښایي دغه ماشومان چې عمرونه‌یې د ۷ او ۱۳ کلونو ترمنځ دي، د مخدره موادو د قاچاق یا هم د هغوی د بدن د اندامونو د غوڅولو په خاطر ایران ته بیول شوي وي.

دی وايي:

"موږ فکر کوو چې دغه ماشومان به د مختلفو هدفونو لپاره قاچاق کېدل. د بدن د غړو د پرې کېدو، د مخدره موادو د انتقال او ځینو نورو مواردو لپاره چې سړی یې فکر کولای شي. موږ دې ته ډېره اندېښنه لرو."

قاچاق وړونکي تر ډېره د کورنیو له بې‌وزلۍ ناوړه ګټه پورته کوي.

یو شمېر دغو ماشومانو ازادي راډیو ته وویل چې د کار موندلو لپاره‌یې د ایران دغه له خطره ډکه لاره نیولې وه.

دوی دغه‌راز په ایران کې په کمپونو کې د شکنجې په ګډون د ایراني چارواکو له بد سلوک څخه هم شکایت وکړ.

طاهر، علي او عیسي، درې ماشومانو ازادي راډیو ته د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ:

"ایران ته تللو، مخه مو ایراني مأمورینو ونیوله او بېرته‌یې پر سرحد راواړولو."

"موږ له خپلو ملګرو سره ایران ته تللو، کله چې له اغزن سیم څخه تېر شوو، ایراني مأمورینو ونیولو. درې شپې یې په یوه کمپ کې وساتلو او وروسته‌یې بېرته افغانستان ته راواستولو."

"سرحد ته په خپله ولاړم، له اغزن سیم څخه چې تېر شوم، پولیسو ونیولم، سترګې یې راپټې کړې او مأموریت ته‌یې بوتلم. ساه مې دومره بنده شوې وه چې نږدې و، ومرم. وچه ډوډۍ یې راکوله او کله به مو چې غوښتل خبرې وکړو، په لغتو به‌یې وهلو."

افغان ماشومان

د هرات ولایت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مسؤلین وایي، قاچاق وړونکي تر ډېره د کورنیو له بې‌وزلۍ ناوړه ګټه پورته کوي او هغوی ته وایي چې ماشومان‌یې د کار لپاره بهر ته بیایي.

د دې ادراې رئیس سید عبدالقادر رحیمي ازادي راډیو ته وویل، له دغو ماشومانو د مخدره موادو او د هغوی د بدن د غړو د پرې کېدو د اهدافو تر څنګ جنسي استفاده هم کېږي.

ایران ته تللي ۵۳ افغان ماشومان بېرته هرات ته واستول شول.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"د انسانانو قاچاق وړونکي دي چې دغه ماشومان بیایي. دوی د خپلې کورنۍ له غړو سره یوځای نه‎دي تللي. دوی هغه ماشومان دي چې که هر یوه سره‌یې خبرې وکړئ وایي، کورنۍ یې په افغانستان کې ژوند کوي. دا دا معنی لري چې دوی په خپله په یوازې سر بوتلل شوي دي."

دا په وروستۍ یوه میاشت کې درېیمه پېښه ده چې ماشومان له هراته ایران ته بیول کېږي.

هرات

د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست مسؤلین وایي، په دې موده کې د ۷ او ۱۳ کلونو ترمنځ شااوخوا ۱۰۰ ماشومان له ایرانه ایستل شوي او بېرته هرات ته ستانه کړای شوي دي.

د دغو مسؤلینو په وینا ټول دغه ماشومان د هرات د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

ویل کېږي ګلران هم د هرات یوه له ناامنو سرحدي ولسوالیو څخه ده.