د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

په تخار کې د زورواکو له خوا د خلکو د وژنو په اړه د مشرانو جرګې اندېښنې


مشرانو جرګه له حکومته غواړي چې هغه زورواکي چې د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې خلک وژني، ونیسي او قانون ته یې وسپاري.

د مشرانو جرګې ځیني غړي وايي، دا ځل د تخار ولایت د چاه اب په ولسوالۍ کې د دوو سیمه ییزو قوماندانانو ترمنځ د جګړې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې د خلکو وژل او شکنجه کول دردونکي وبلل او ټینګار یې وکړ چې حکومت دې ژر دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار وویل:

"سنا مجلس له جمهور رئیس او مرکزي حکومته غواړي چې د قانون د خوندیتوب لپاره له پلاوي تېر او د نیولو لپاره دې یې اجرأت وکړي، هغه کسان چې زموږ خلک وژني، ودې یې نیسي چې خلک عادي ژوند ته را وګرځي."

په مشرانو جرګه کې د تخار ولایت د ځینو استازو په خبره، په تخار ولایت کې د دوو غیرمسؤلو قوماندانانو بشیر قانت او فیض الله ترمنځ جګړه له شپږ میاشتو راهیسې روانه ده.

د دغو سناتورانو د معلوماتو له مخې، د حزب اسلامی پخوانی قوماندان بشیر قانت په دې تورن دی چې د اسد د میاشتې په ۱۰مه یې پر یوه جومات حمله کړې او لمونځ کوونکي یې وژلي دي.

د تخار ولایت سیمه ییزو اوسېدونکو ویلي چې په دغه حمله کې څه باندې ۲۹ لمونځ کوونکي وژل شوي دي.

د مشرانو جرګې غړي داهم وايي، د دغو دوو غیرمسؤلو قوماندانو ترمنځ جګړه، له شپږو میاشتو راهیسې روانه ده، خو په وروستیو پنځو ورځو کې لا تېزه شوې چې څو کسان په کې وژل شوي دي.

د دوی په خبره، د دغو جګړو له امله د چاه اب د ولسوالۍ لسګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

سناتوران داهم وايي چې د دغو زورواکو په جنګونو کې، تراوسه له ۱۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د مشرانو جرګې غړی افضل شامل وايي، اوس هم د بشیرقانت او فیض الله د وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.

نوړي وویل:

"د تخار ولایت صیاد ولسوالۍ د جنګ په اور کې سوځي، خو حکومت غلی دی، دا سړي د خلکو پرهېڅ شي لاس نه نیسي، درې څلور ورځې مخکې یې د بدخشان ولایت د شهر بزرګ په پولیسو حمله کړې، ۷ یا ۸ پولیس یې اسیر کړي دي، اوس هم جنګ روان دی چې ښځې او ماشومان پکې وژل شوي، څلور پنځه ورځې کېږي چې په دغې ولسوالۍ کې ښوونځي او دولتي ادارې تړلې دي."

وموغوښتل چې پر افغان امنیتي ځواکونو د دغو قوماندانانو د بریدونو په اړه، د تخار ولایت د مسؤلینو نظر هم واخلو، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش وايي، سیمې ته د لېږل شوي پلاوي تر څېړلو وروسته به د روانې پېښې په اړه اقدام وشي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش

نجیب دانش وویل:

"دغه ستونزې چې رامنځته شوي، موږ یې هم متاثره کړي یوو، د کورنیو چارو وزارت هڅه کوي چې دغه ستونزه ژر حل کړي، هیڅوک له قانونه پورته نه دی، تراوسه مو د څېړنو نتایج نه دي ترلاسه کړي، هیله ده چې دغه څېړنې ژر بشپړې شي چې د پلاوي د نظریاتو له مخې، اجرأت وشي."

یو شمېر سناتورانو وویل، حکومت له څو میاشتو راهیسې سیمې ته د پلټونکي پلاوي د لېږلو خبره کړې، خو د سیمه ییزو زورواکو پروړاندې یې هېڅ اقدام نه دی کړی.

د دغو سناتورانو له ډلې، صفي الله هاشمي وايي، د یادو قوماندانانو د جګړو لمن د دغه ولایت نورو سیمو ته هم غځېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې قوماندان بشیر قانت او فیض الله تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG