توبي لنزر: ارزګان کې به خپلې بشري مرستې زیاتې کړو

په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو استازی توبي لنزر

په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو استازی وایي، ارزګان کې به خپلې بشري مرستې زیاتې کړي.

توبي لنزر چې د «WHO» او «WFP» مسؤلینو يې هم ملتیا کوله، نن چهارشنبه « د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۲۲ مه» ارزګان ولایت ته سفر کړی و او له دولتي چارواکو سره يې د کتنې پرمهال د ارزګان له جګړه ځپلو خلکو احوال واخیست.

ښاغلي لنزر خبریالانو ته وویل چې دغه ارزګان ته يې د سفر هدف له دغه ولایته نېږدي لیده وو، څو پوه شو چې د دغه ولایت خلک کوم ډول او څومره بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي که څه هم د ارزګان له خلکو سره د کومې خاصې مرستې ژمنه ونه کړه، خو وايي چې دغه اوسنۍ مرستې به چې له کډوالو سره کېږي، جاري وساتي او نورې به يې هم پراخې کړي.

ښاغلي ټوبي لنزر وویل:

"تاسو ته معلومه ده چې دا زموږ لومړی ځل دی چې ارزګان ولایت ته راغلي یوو او نه غواړم چې کومه خاصه ژمنه وکړم، خو اوس چې دلته موږ کوم پروګرامونه لرو، غواړو چې هغو سیمو ته يې هم وغځوو چې اوس پکې نشته او دا لړۍ به نوره هم دوام وکړي او بل دا چې موږ به دلته له خلکو سره وګورو چې هغوی څه غواړي او بیا به موږ غور پرې وکړو چې موږ څه کولای شو. "

ښاغلي لنزر دغه راز د جګړې پر ښکېلو غاړو هم غږ وکړ چې له دوی سره د بشري مرستو په رسولو کې مرسته وکړي، څو ټولو سیمو ته د دوی مرستې ورسېږي.

د ملګرملتونو د بشري مرستو دغه استازی په داسې مهال ارزګان ولایت ته سفر کوي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې له تېر شااوخوا یونیم کال راهیسې د جګړې دګر تود دی چې زرګونه کورنۍ يې له کبله بې ځایه شوي او سخت اقتصادي زیانونه ور اوښتي دي.

د مسؤلینو په خبره، شااوخوا ۹۰ سلنه خاوره د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده، خو ځايي چارواکو د ملګرو ملتونو دغه استازي ته ډاډ ورکړ چې دوی به د هر پروګرام ملاتړ کوي او د امنیت فضا به يې خوندي کوي.

د ارزګان مرستیال والي عبدالواحد پټان

د ارزګان ولایت مرستیال والي عبدالواحد پټان ازادي راډيو ته داسې وویل:

"زه د ملګرو ملتونو له استازو مننه کوم چې راغلل، د ارزګان د خلکو احوال يې واخیست او هر پروګرام چې په دغه ولایت کې عملي کوي، موږ يې ملاتړي یوو او بل دا چې نه یوازې موږ دوی ته د امنیت ډاډ ورکوو، بلکې زه پر نورو نړیوالو خیریه بنسټونو هم غږ کوم چې راشي او په ارزګان ولایت کې هغه پروګرامونه چې دوی يې د خلکو لپاره عملي کوي، موږ به يې امنیت خوندي کړو. "

د یادونې وړ ده چې د مسؤلینو په خبره، د دغه ولایت خلک له روغتیايي خدماتو، ښوونې او رزنې او پرمختايي پروژو څخه بې برخې دي.

راپور: شریف الله شرافت