افغانستان
سره میاشت: د ارزګان۱۱۰ بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن شنبه له یو شمېر هغو بې ځايه شویو کورنیو سره د خوارکي او غیرخوارکي توکو مرسته وشوه چې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته يې له جنګ جګړو پناه وړې وه.
په دغه ولایت کې د سرې میاشتې خیریه ټولنې مسؤل سید محي الدین صدیقي د یادې مرستې د وېش پرمهال په سیمه کې ازادي راډيو ته وویل چې دغه مرسته يې نن شنبه د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند ګرم آب او ده کانو په سیمه کې، د۱۱۰هغو بې ځايه شویو کورنیو سره کړې چې په دې وروستویو کې له خپلو سیمو بې ځايه شوې دي.
نوموړی وايي، په یادو مرسته شویو توکو کې ۱۵ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي چې کولای شي، د یوې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
ښاغلي صدیقي داهم وویل چې په دغه ولایت کې لا هم سلګونه کورنۍ عاجلو مرستو ته اړتیا لري او په خبره یې چې دوی به خپلې مرستې ورسره جاري وساتي.
د یادونې وړه ده چې څه موده وړاندې هم په دغه ولایت کې د۴۳۰ بې ځایه شویو کورنیو سره د خوارکي اوغیر خوراکي توکو د مرستۍ لړۍ پیل شوې وه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
برلین: طالبانو په اصولو کې ( د مجرمو کډوالو) له اخراج سره موافقه کړې

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو په اصولو کې ورسره منلې چې له دغه هېواده په الوتکو کې د خپلو اتباعو( چې جرمي دوسیې لري) اخراج مني.
رویټرز نن دوشنبه ( د تلې ۱۴مه) د دغه وزارت د یوې ویاندې په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، دغه خبره کړې ده.
د وزارت ویاندې زیاته کړې " د افغانستان واکمنانو ورته ویلي، که دوی د هغوی افغانانو چې جرمني یې ډیپورت کوي، هویت تشخیص کړي، اخراج سره یې موافق دي.
د هغې په وینا، برلین یوازې طالبانو سره په تخنیکي خبرو بوخت دی.
تر دې وړاندې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي، افغانستان ته د مجرمینو د لېږلو په سر یې له طالبانو سره مستقیمې خبرې کړي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی، خو لومړنی اروپایي هېواد دی چې تیره جولای میاشت کې یې د طالبانو دوه قونسلي کارکوونکو ته اعتبارلیکونه ورکړل.
د بشري حقونو شورا افغانستان کې د نړیوالو قوانینو د (جدي سرغړونو) په اړه بحث کوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن دوشنبه پریکړه کوي چې افغانستان کې د نړیوالو قوانینو د نقض په اړه د څیړنې یو میکانیزم رامنځته کړي او که نه.
د فرانس پریس د خبر له مخې په جینوا کې میشته دغه شورا به نن د هغه پریکړه لیک پر طرحه بحث وکړي چې ډنمارک د اروپایي ټولنې په استازیتوب وړاندېز کړی دی.
په طرحه کې د څیړنې د یوه داسې پلاوي جوړښت هم شامل دی چې په افغانستان کې د نړیوالو قوانینو د ډېرو جدي سرغړونو په اړه شواهد راټول کړي.
رویټرز اژانس لیکلي، که څه هم د پریکړه لیک په طرحه کې د نړیوالو ځواکونو له خوا د شویو سرغړونو یادونه نه ده شوې، خو اژانس د ډيپلوماتانو په حواله ویلي، ممکن د نړیوالو ځواکونو له خوا شوې سرغړونې هم وڅېړل شي.
د اروپایي ټولنې یوه ویاند د نوم نه ښودو په شرط فرانس پریس ته ویلي " له کره سلا مشورو وروسته سږ کال اروپایي ټولنې هوډ کړی چې د افغانستان په اړه یو پریکړه لیک صادر کړي چې د ځواب ورکونې او خپلواکې څیړنې میکانیزم په کې وي.
ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنیټ، چې افغانستان ته ممنوع الدخول شوی، غونډې ته د خپلو موندنو راپور وړاندې کړي.
بېنیټ په خپلو راپورونو کې په ځلونو د طالبانو هغه تګلارې غندلي چې له مخې یې د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو لومړني حقونه نقض شوي دي.
بنګله دیش دریمه لوبه هم وګټله؛ راشدخان ومنله چې افغان ټیم خرابه لوبه وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دریمه شل اووریزه لوبه هم وبایلوده.
کپټان راشد خان ومنله چې ټیم یې ښه لوبه ونه کړه او له اول سره یې په توپوهنه، بالنګ او ډګر ساتنه کې تېروتنې وکړې.
دا لوبه په شارجه کې وشوه چېرته چې افغان لوبډلې په اول بټنګ سره ۱۴۳ منډې وکړې. بنګله دیشي لوبغاړي په اتلسو اورونو کې هدف ته ورسېدل.
په دې سره بنګله دیش درې پر صفر له افغانستانه د شل اورویزو لوبو سیریز وګاټه.
تمه ده افغان لوبډله له بنګله دیش سره دری یو ورځنۍ لوبې هم وکړي چې په هغه ټیم کې به حشمت الله شهیدي د افغانستان لوبډلمشر وي.
په کندهار کې د طالبانو د ټولو والیانو او ولسوالانو درې ورځنۍ غونډه

د طالبانو د حکومت ټول والیان او ولسوالان د دریو ورځو لپاره کندهار ته وربلل شوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي دا والیان او ولسوالان د یوه درې ورځني سیمینار لپاره کندهار کې غونډ شوي.
د هغه په خبره په دغه سیمینار کې والیانو او ولسوالیو ته د هغوی د کاري استقامتونو، د قوانینو د ښه تطبیق او له خلکو سره د ښه چلند په اړه معلومات ورکول کېږي او ویناوې ورته کېږي.
مجاهد نه دي ویلي چې دا والیان د طالبانو له مشر ملا هیبت الله سره ګوري که څنګه.
د طالبانو د حکومت ټول والیان داسې وخت کندهار ته ورغلي چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر لږ تر لږه څلور ځله د بګرام اډې د نیولو په اړه څرګندونې کړې وې.
تر څنګ یې د طالبانو حکومت تېره اوونۍ په ټول هېواد کې د لږ تر لږه دریو ورځو لپاره انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه هم بند کړي وو.
طالبان غواړي د پولیسو رنجر بدل کړي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي غواړي پولیسو ته د اوسنیو رنجر موټرو پر ځای نور موټر وسپاري.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس پاڼه په دې اړه یو ویډیويي پيغام خپور کړی.
قانع ویلي د کورنیو چارو وزارت مشرتابه دا پرېکړه د دې لپاره کړې چې نوي موټر د افغانستان له جغرافیې سره سازګاره وي او لا اغېزمن تمام شي.
د راپورونو له مخې د افغانستان له پولیسو سره یو وخت لږ تر لږه شل زره رنجر موټرې وې چې سلګونه یې د پرزو د کمښت، ناسم ترمیم او ډېرو نورو عواملو په سبب کباړ شوي.
هر رنجر لږ تر لږه ۳۰ زره ډالره تمام شوی وو.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې سیګار د راپور په اساس لږ تر لږه ۵۰ زره موټر د افغانستان اردو ته ورکړل شوې وې چې یواځې یې د ساتنې او ترمیم لپاره تر ۴۰۰ میلیونو ډالرو زیاتې پيسې لګول شوي.
د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د خبریال مهدي انصاري د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د افغان خبریال مهدي انصاري د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې.
ایمنسټي انټرنیشنل پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو قضايي سیسټم په تېرو څلورو کلونو کې د هغو کسانو د ځپلو په وسیله بدل شوی دی چې د طالبانو پر سختو فرمانونو، پالیسیو او اقدامونو انتقاد کوي.
بیان زیاتوي چې د طالبانو حکومت د خبریالانو او د مدني ټولنو او بشري حقونو د فعالانو د خپلسرو نیونو، په غیرقانوني ډول زندانونو ته د خلکو د بیولو او جبري اعترافونو له لارې غواړي د هغوی آواز غلی کړي.
مهدي انصاري نژدې یوکال مخکې د کابل له دشت برچي سیمې څخه ونیول شو او وروسته لومړنۍ محکمې د طالبانو پرضد د تبلیغ په تور په یونیم کال حبس محکوم کړ.
طالبانو تېره اونۍ یوه ویډیو خپره کړه چې ظاهرا نوموړی پکې خپل جرم مني خو د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ وویل چې له مهدي انصاري څخه اعترافونه په زور اخیستل شوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د بنګلدېش پر وړاندې دریمه شل اووریزه لوبه کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له بنګلدېش سره په دریمه شل اووریزه سیالۍ کې مخامخ شي.
دا لوبه د کابل د ماښام په ۷ بجو د شارجې د کرکټ په لوبغالي کې په پام کې ده. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه مخکینۍ شل اووریزې لوبې دواړه بنګلدیش ګټلې دي.
افغانستان او بنګلدیش به د لوبو په دې لړۍ کې پر شل اووریزو لوبو سربېره درې یوورځنۍ لوبې هم وکړي. دا سیالۍ د اکتوبر په اتمه پیلېږي او د اکتوبر تر ۱۴مې پورې دوام کوي.
د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلونو د راوتلو اټکل

د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د بارانونو او په نتیجه کې یې د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې په یو بیان کې ویلي دي چې نن یکشنبې (د تلې ۱۳مه) په پلازمېنه کابل، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، کندز، بامیان، میدان وردګو، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې د باران، تالندې او بریښنا او ورسره د سېلابو د راوتلو احتمال شته.
د افغان لوبغاړي فرید بشارت پرله پسې څوارلسمه بریا

د ګډو رزمي ورزشونو یا ام ام اې افغان لوبغاړي فرید بشارت خپل امریکايي سیال کریس ګوتیرز ته ماتې ورکړه.
بشارت او سیال یې بېګا ناوخته په لاس ویګاس کې د ام ام اې د معتبر سازمان یو اف سي په بلنه د مبارزې قفس ته ننوتل.
بشارت چې په هېڅ لوبه کې یې ماته نه ده خوړلې، د لوبڅارانو د پرېکړې له مخې د دې لوبې ګټونکی اعلان شو او په دې توګه یې خپله څوارلسمه پرله پسې بریا هم ثبت کړه.
د څارونکو په باور د غېږو نیولو او د سیال د کنټرول مهارت د فرید بشارت په بریا کې اساسي رول درلود.
د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې د آسیايي جام د غوراوي په دریم پړاو کې لوبه کوي

په پام کې ده چې د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې د آسیاي جام د غوراوي په دریم ګروپي پړاو کې راتلونکې اونۍ لوبه وکړي.
د ټاکلي پلان په اساس دواړه لوبډلې به د تلو راتلو په دې پړاو کې یوځل د راروانې پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر ۹مه) او دوهم ځل د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۴مه) سره مخامخ شي.
په دې پړاو کې ۲۴ لوبډلې په شپږو ګروپونو کې لوبې کوي. افغانستان په E ګروپ کې له پاکستان، سوریې او میانمار سره یوځای دی. افغان لوبډلې له سوریې او میانمار پر وړاندې خپلې مخکینۍ لوبې بایللې دي.
د آسیايي جام لوبې په ۲۰۲۷ کال کې ترسره کېږي.