د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې به د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال وروستۍ لانجمنې څرګندونې وارزوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق هغه وروستۍ څرګندونې چې په سوریه او عراق کې یې د افغانانو د جګړې ستاینه کړې، د دغه هېواد د قانون او ملي ګټو پر خلاف بللي دي او وایي، دا موضوع به په جدي ډول وارزول شي.
د ارګ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په تهران کې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق وروستۍ څرګندونې د افغانستان د بهرني سیاست د اصولو، د ملي ګټو، ثبات او د نافذه قوانینو پر خلاف دي او په هېڅ وجه د افغانستان د دولت نظر نه څرګندوي. د ارګ په اعلامیه کې هم د همدې څرګندونو پر ارزونې ټینګار شوی دی."
د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي چې دغه هېواد هېڅکله په نیابتي جګړو کې ښکیل نهوو او په راتلونکي کې به اجازه ورنهکړي چې د نیابتي جګړو په ډګر بدل شي.
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال چې په دې وروستیو کې یې په تهران کې په یوه غونډه کې خبرې کولې، د افغانانو په ګډون د څو هېوادونو له اتباعو په تېره بیا د ایران د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې د قوماندان قاسم سلیماني له ونډې مننه او ستاینه وکړه چې په سوریه او عراق کې د داعش پر وړاندې جنګېږي.
اجرائیه ریاست هم وړاندې دا د ښاغلي محقق شخصي نظر بللی وو.
یو شمېر سیاسي او حقوقي کارپوهان وایي، د افغانستان د نافذه قوانینو پر اساس د محقق د دغو څرګندونو د پلټنې موضوع ملي شورا ته سپارل کېږي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر صافي ازادي راډیو ته وویل:
"که د دولت لوړ پوړي چارواکي لکه ولسمشر، وزیران او یا د حکومت نور غړي د ملي ګټو ضد څرګندونې کوي، د پارلمان دوه-درېیمه برخه به یې په اړه پریکړه کوي چې دا څرګندونې ملي خیانت ګڼل کېږي، که څنګه ؟ او که ملي خیانت وګڼل شي نو د هغه کس برخلیک به یوه ځانګړې محکمه ټاکي."
Your browser doesn’t support HTML5
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د افغانستان قوانین د دغه هېواد اتباعو ته یوازې د ملي حاکمیت په چوکاټ او د دغه هېواد تر بیرغ لاندې د عسکري خدمت اجازه ورکوي.
د راپورونو له مخې زرګونه افغان کډوال چې په ایران کې یې ژوند کاوه، د ایران له لوري د سوریې جګړې ته استول شوي او د هغه هېواد په کورنۍ جګړه کې د فاطمیونو د لوا په تشکیل کې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد په پلوۍ جنګېږي.