په هلیفکس امنیتي کنفرانس کې به د افغانستان تاکید پر څه وي؟

د هلیفکس په امنیتي کنفرانس کې د افغانستان ټينګار د تروریستي ډلو د پټنځایونو له منځه وړل او په ملاتړو يې د فشارونو زیاتول دي.

افغان حکومت په هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره د هلیفکس کنفرانس پایلو ته تر بل هر وخت ډېر هیله مند دی.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، په دغه کنفرانس کې د امنیتي ننګونو څخه د وتو پر حل لارو تمرکز کېږي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د جمعې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۶» ازادي راډيو ته وویل چې په دغه کنفرانس کې چې په کاناډا کې ترسره کېږي د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به خپلې غوښتنې د نړۍ له استازو سره شریکې کړي.

جاوید فیصل

نوموړي زیاته کړه:

"د ښاغلي عبدالله په خبرو کې چې کوم څه موږ ته ډېر مهم دي هغه د افغانستان امنیت دی، د دې ترڅنګ د تروریستي ډلو د پټنځایونو له منځه وړل او په ملاتړو يې د فشارونو زیاتول نور مهم موضوعات دي، موږ د دغه کنفرانس له لارې غواړو نړیوالو ته ووایو چې د ترورېزم په وړاندې زموږ ګډه مبارزه هله بریالی کېدای شي د افغانستان له خاورې نه بهر د تروریستان امن پټنځایونه له منځه یوړل شي."

دا د هلیفکس ۱۹ امنیتي کنفرانس دی چې د دوو ورځو لپاره به په کاناډا روان وي او د اجرائیه ریاست د مرستیال ویاند جاوید فیصل په خبره له هغه وروسته به ښاغلی عبدالله د ملګرو ملتونو د سازمان په مجمع کې د ګډون لپاره بېرته امریکا ته ستون شي.

ښاغلي عبدالله د تېرې دوشنبې په ورځ امریکا ته سفر وکړ او د هغه هېواد له دفاع وزیر جمیز ماټيس او د ملي امنیت له سلاکار جنرال ایچ ار مک‎ مسټر سره په کتنه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د مشارکت پر بنسټ په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو او د ترورېزم پرضد د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

عبدالله عبدالله له جېمز مټېس او مک‌مسټر سره پر امنیتي او دفاعي مسایلو وغږېد

په دغو لیدنو کې يادو امریکايي چارواکو په افغانستان کې د امنیتي حالاتو په ښه والي او د افغان امنیتي ځواکونو پر لا ښه تجهیز ټینګار کړی.

خو له دې ټولو سره سره اجرائیه ریاست وايي، په دې غونډه کې به د افغانستان د امنیتي ستونزو د حل پر اړوندو موضوعاتو تمرکز وشي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به له نړیوالې ټولنې وغواړي چې په پاکستان کې د تروریستي ډلو د پټنځایونو د له منځه وړلو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

د هلیفکس امنیتي کنفرانس هر کال د نړۍ د شااوخوا درې سوه چارواکو او امنیتي کارپوهانو په ګډون په کاناډا کې جوړېږي او د جګړې د مخنیوي او د سولې پر اړوندو مسایل خبرې پکې کېږي.

د هلیفکس د تېر کال په کنفرانس کې د افغانستان اساسي غوښتنې د تروریستي ډلو په وړاندې جدي مبارزه او د پاکستان په خاورو کې د افراطي ډلو د پټنځایونو له منځه وړل و.

پاکستان هغه هېواد دی چې تل د افغان حکومت لخوا د تروریستي ډلو په ملاتړ تورن شوی خو پاکستان دغه تورونه بیا تل رد کړي دي.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو يو شمېر افغان کارپوهان د هلیفکس امنیتي کنفرانس او د ملګرو ملتونو عمومي مجمع د افغانستان لپاره يو ښه فرصت بولي چې نړیوالو ته خپلې غوښتنې ورسوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې محمد لطیف نظري داسي وايي:

"دغه ناسته د افغانستان لپاره يو ښه فرصت دی چې د ترورېزم د ملاتړ هېوادونو په وړاندې خپل دریځ بیا جدي ونیسي، دا موقع افغانستان لري."

ښاغلی نظري وايي، په دغه کنفرانس کې اجرائیه رئیس باید نېغ په نېغه په پاکستان د فشارونو د زیاتولو غوښتنه وکړي.

نوموړی وايي، افغان حکومت د دغه کنفرانس له لارې کولای شي چې د کاناډا په ګډون يو شمېر نور هېوادونه دې ته واداره کړي چې د تروریستي ډلو د ملاتړو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان په وړاندې خپله تګلاره جدي کړي.

راپور: واصل وصال