د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

عبدالله عبدالله له جېمز مټېس او مک‌مسټر سره پر امنیتي او دفاعي مسایلو وغږېد


له امریکايي چارواکو سره په کتنو کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس د دواړو هېوادونو اړوند پر امنیتي او دفاعي مسئلو خبرې وکړې.

عبدالله عبدالله د متحده ایالاتو د ملي امنیت له سلاکار جنرال اېچ مک‎مسټر سره په لیدنه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د مشارکت پر بنسټ په افغانستان کې د سولې د هڅو او له ترورېزم سره پر مبارزې، خبرې او بحثونه وکړل.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د عبدالله عبدالله او امریکايي مقاماتو د کتنو او خبرو په اړه ازادي را‌ډیو ته وویل:

"په لیدنه کې د امریکا د نوې ستراتېژۍ پر تطبیق، د افغان ځواکونو پر ملاتړ او د هغوی پر تجهیز او همدارنګه له ترورېستانو سره پر مبارزې او له افغانستان څخه دباندې د ترورېزم د ځالو پر له‌منځه وړلو باندې بحث شوی دی."

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:16 0:00
مستقیم لېنک

د عبدالله عبدالله په ټویټرپاڼه کې راغلي دي:

مک‎مسټر ژمنه وکړه چې امریکا به د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتېژۍ په رڼا کې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې په ځانګړي ډول د افغان امنیتي ځواکونو او ډموکراسۍ د تقویت لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د سپینې ماڼۍ امنیتي سلاکار ویلي، امریکا او متحدان به‌يې له ترورېزم سره د مبارزې او د ترورېستانو د پناه ځایونو په له‎منځه وړلو کې مرسته وکړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس دغه‌راز د متحده ایالاتو د دفاع له وزیر جېمز مټېس سره په کتنه کې له ترورېستي ډلو د هېوادونو د ملاتړ د ختمولو، له افغان پولو بهر د ترورېستانو د پناه او روزن‌ځایونو د له‌منځه وړلو پر موضوعاتو خبرې وکړې.

د عبدالله عبدالله په فېس‌بوک پاڼه کې راغلي دي چې د امریکا د دفاع وزیر د افغانستان په اړه د ناټو تړون له وروستیو ژمنو هرکلی وکړ او هغه‌يې له افغانستانه د نړیوالې ټولنې د کلک ملاتړ او د افغان دولت وسله‎والو مخالفینو ته یو ښکاره پیغام وباله.

له امریکايي مقاماتو سره تر کتنو وروسته تمه ده چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس د جمعې په ورځ په کاناډا کې د هلیفکس په نوم په یوه امنیتي کنفرانس کې برخه واخلي.

په دې امنیتي کنفرانس کې د شااوخوا ۳۰۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو چارواکي او استازي ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG