د بلخ اوسېدونکي وايي وروستیو نا امنیو اندېښمن کړي

د بلخ ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې د نا امنۍ او هدفي وژونو له زیاتوالي اندېښمن دي او د دې ولایت امنیتي چارواکي امنیتي وضعیت ته په بې پامۍ تورنوي.

دوی شکایت کوي چې کابو له یوې نیمې میاشتې راپه دېخوا تر بل هر وخت په دې ولایت کې امنیتي وضعیت خراب شوی او هر ورځ د مختلفو جنایي پېښو او مرموزو قتلونو د پېښدلو شاهدان دي.

دوی وايي چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې څو مرموز قتلونو په مزارشریف ښار کې د نا معلومو وسله والو لخوا ترسره شول او ترڅنګ یې د انتحاري او انفجاري حملو شاهد هم و، خو وايي، د یوې پېښې عامل هم نه دی نیول شوی.

د مزارشریف اوسېدونکی احمد صمیم حسیني اندېښنه څرګندوي چې د بلخ ولایت مرکز نا امنه شوی او دا نا امني سبب شوي چې خلک هم په وېره کې ژوند وکړي.

هغه وویل:

"په دې ښار کې امنیتي وضعیت ډېر خراب دی، هره ورځ انتحار، انفجار او ترور دلته ترسره کېږي، خلص باید ووایم چې وضعیت د امنیتي ځواکونو له کنټرول څخه وتلی دی."

قادر د مزارشریف ښار یو بل اوسېدونکی دی هغه وايي چې د ډېرېدونکي نا امنۍ اصلي عامل محلي حکومت دی، دی وايي چې امنیتي چارواکي او د محلي ادارې مشران په خپلو دندو کې ناغېړي کوي او دا سبب شوې چې امنیت خراب شي.

د مزار شریف ښار

قادر وویل:

"دا ټول پېښې د حکومت د بې پامۍ له امله رامنځته کېږي، دولت باید پام وکړي تر کله به موږ د وژنو، قتلونو شاهدان یو چې د نا معلومه وسله والو لخوا ترسره کېږي."

په همدې حال کې د بلخ د پولیسو ویاند شیرجان دراني سره له دې په بلخ ولایت ناامنۍ مني، خو استدلال کوي چې مزارشریف په امن وضعیت کې قرار لري او د جنايي پېښو رامنځته کېدل د بشري ټولنو یو طبیعي امر دی.

نوموړی سره له دې چې وايي مزارشریف په بشپړه توګه امن دی، خو د انسان تښتونکو، موتړ سایکل سپرو غلو، قاتلیونو او د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو له نیولو هم خبر ورکوي.

هغه په دې باب ازادي راډیو ته وویل:

"دا ټول لاسته راوړنې دي، موږ په ۲۴ ساعتونو یو انسان تښتونکی ونیو، د مبایلو موتړ سایکل سپاره غله مو نیولي، هغه کسانو چې په دودني شیشو لرونکو موتړو خلکو ته اذیت کو، هغوی مو هم نیولي، دا د جرم او جنایت سره مبارزه ده چې د بلخ امنیت اخلال نشي."

باید یاده کړم، یوازې مزارشریف نه دی چې د څو اونیو راپه دېخوا د هدفي وژنو او چاودنو شاهد دی، د بلخ ولایت په چهاربولک، چمتال او شولګره ولسوالیو کې خلک په خپلو سیمو کې د طالبانو له حضوره هم شکایت لري.

Your browser doesn’t support HTML5

بلخ ولایت د یوې انتحاري حملې شاهد و

د تېرې پنجشنبې په ورځ په بلخ ولایت کې انتحاري حملې یو قومي مشر وواژه.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی