د عطا محمد نور پر راتلونکي رول د جمعیت اسلامي ګوند بحثونه پیل شوي

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند ویاند وايي، په ګوند کې یې په دې اړه چې د بلخ والي به په راتلونکي کې څه رول ولري، بحثونه پیل شوي دي.

د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا یو شمېر غړو د بلخ له والي او د جمعیت اسلامي اجرائیوي رئیس عطا محمد نور سره په دې اړه خبرې کړي چې ښاغلی نور دې په راتلونکي کې څه ډول رول ادا کړي.

د جمعیت اسلامي ګوند ویاند عبدالشکور واقف حکیمي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال د لړم ۱۷» له ازادي راډيو سره په خبرو کې پر دې موضوع له ټينګار سره وویل چې دا خبرې لا وروستۍ شوې نه‌دي.

بحثونه په دې اړه کېږي چې عطا محمد نور دې په راتلونکي کې څه رول ولري.

خو د جمعیت ګوند ویاند په دې اړه چې د بلخ ولایت په څوکۍ کې هم بدلون راځي یا نه؟ وویل:

"له شک پرته په دې اړه له وړاندې بحثونه موجود وو، خو وروستي شوي نه‌دي، بحثونه په دې اړه کېږي چې عطا محمد نور دې په راتلونکي کې څه رول ولري."

لږ تر لږه درېیو حکومتي سرچینو له ازادي راډيو سره په خبرو کې تائید کړې چې حکومت د بلخ د ولایت مقام په څوکۍ کې د بدلون راوستلو تصمیم نیولی دی.

له دغو سرچینو یوې یې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، په نږدې راتلونکي کې به د بلخ اوسنی والي یا استعفا ورکوي او یا به هم له دندې لیرې شي.

سرچینې زیاته کړه، اجرائیه رئیس هم بلخ ته یو پلاوی لېږلی تر څو له عطا محمد نور سره د دغه ولایت په څوکې کې د بدلون راوستلو په اړه بحث وکړي.

د دې لپاره چې د عطا محمد نور دریځ مو اخیستی وي له هغه سره د ازادي راډيو اړیکې بې‌نتیجې وې، خو د جمعیت ګوند د ویاند مرستیال ذبیح‌الله فطرت له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ښاغلي نور لیرې کېدل او هغه ولایت ته د اجرائیه رئیس د پلاوي سفر رد کړ.

عطا محمد نور له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۱۴ میلادي کاله پورې د بلخ والي و، خو په دغه کال د ملي وحدت حکومت له راتګ سره هغه د دغه ولایت سرپرست والي وټاکل شو.

خو د وران میلادي کال په فبروري میاشت کې عطا محمد نور یو ځل بیا د جمهور رئیس د حکم پر اساس د بلخ والي وټاکل شو.

ښاغلي نور د ۲۰۱۴ میلادي کال په انتخاباتو کې د اشرف غني له انتخاباتي سیال عبدالله عبدالله څخه ملاتړ اعلان کړی و.

هغه تر اوسه ډېر وخت د ملي وحدت حکومت پر کړنو انتقاد کوي.

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي چې د چهارشنبې په ورځ‌یې په یوې خبري غونډه کې خبرې کولې د ازادي راډيو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې حکومت تر اوسه د بلخ د والي د لیرې کېدو په اړه پرېکړه نه‌ده کړې.

نوموړی که په هر دلیل غواړي چې نور کار ته دوام ورنه‌کړي هغه ده پورې اړه لري.

​نوموړي زیاته کړه:

"نوموړی که په هر دلیل غواړي چې نور کار ته دوام ورنه‌کړي هغه ده پورې اړه لري او تاسو کولای شئ چې دا مسئله په خپله له والي صاحب څخه پوښتنه وکړئ، خو تر دې دمه حکومت له اړخه د نوموړي د لیرې کېدو په اړه څه نه‌شته."

خو ښاغلي مرتضوي دا هم وویل چې په دولتي ادارو کې له دندو لیرې کول او مقرري یو عادي امر او معمولي کار دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ