په ولسي جرګه کې د فساد په اړه د حقیقت موندنې کمېسیون پرېکړه!

د ولسي جرګې د حقیقت موندنې کمېسیون په دغه جرګه کې د فساد د وروستیو تورونو په اړه دا پرېکړه وکړه چې د دغې جرګې رئیس به له پنځه میلیونو زیاتې افغانۍ بېرته د ولسي جرګې بودجې ته مستردې کړي.

بالاخره په ولسي جرګې کې د فساد په اړه د حقیقت موندنې کمېسیون د دغې جرګې پر عمومي رئیس، د دارالانشا پر رئیس، پر ځینو وکیلانو او د ولسي جرګې پر یوشمېر کارکوونکو باندې د فساد په اړه تر دولسو ورځنیو څېړنو وروسته نتایج اعلان کړل.

د حقیقت موندنې د کمېسیون رئیس عرفان الله عرفان د شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې د رئیس عبدالروف ابراهیمي او د لومړي مرستیال همایون همایون په اړه پرېکړه داسې اعلان کړه:

عرفان الله عرفان

"ښاغلي رئیس ته وړاندیز کېږي چې د مهمانخانې او دفتر د څوارلس مورده اجناسو د خریدارۍ له درکه دري پنځوس لکه نهه نوي زره پنځ څلوېښت افغانۍ بېرته ولسي جرګې ته تحویل کړي او دا چې د ولسي جرګې لومړی مرستیال ښاغلي همایون په غیر قانوني توګه د تلوېزیون سټدیو ته داخل شوی، پرله پسې لس ې ورځې د ولسي جرګې له عمومي غونډو محروم پېژندل کېږي."

کمېسیون دغه شان پرېکړه وکړه چې د ولسي جرګې د دارالانشاه رئیس خدای نظر نصرت د شکمنو او غیر ضروري او په لوړه بیه د خریداریو له کبله برطرفه او د ولسي جرګې ځینې نور اداري کارکوونکي پرته له کوم موجبه د دغې جرګې پر لومړي مرستیال باندې د تور پورې کولو له امله څارنوالۍ ته معرفي کېږي.

د حقیقت موندنې کمېسیون دغه شان د فساد د تور او په ولسي جرګه کې د وروستیو جنجالونو له امله وړاندیز وکړ چې د څارنوالۍ د څېړنو تر بشپړېدو پورې دې د ښاغلي نصرت دنده هم وځنډول شي.

یاد کمېسیون د دغې جرګې غړی لالی حمیدزی په غیر قانوني توګه د ولسي جرګې تلوېزیون ته ننوتلو او پر ګل پاچا مجیدي باندې د فزیکې حملې له امله په پنځلسو ورځو او عبیدالله بارکزی د ولسي جرګې پر لومړي مرستیال باندې د فزیکي حملې له امله د لسو ورځو لپاره په عمومي غونډو کې له ګډونه محروم کړل.

کمېسیون پرېکړه وکړه چې د ولسي جرګې د تلوېزیون سرپرسته مېرمن تبسم په مېزان میاشت کې د نشراتو د قطع کولو له کبله لوی څارنوالۍ ته معرفي شي.

د ولسي جرګې د غړو ترمنځ وروسته له هغې جنجالونه رامنځته شول چې د دغې جرګې د لومړي مرستیال همایون همایون له لوري د جرګې د دارالانشاه په رئیس د فساد د تورنو اسناد لویې څارنوالۍ ته ولېږل شول.

د ولسي جرګې ټلوېزیون: همایون او لالي یو شمېر خپرنیز مواد له ځانه سره وړي

خو کله چې د ولسي جرګې پر رئیس عبدالروف ابراهیمي باندې د فساد تور پورې شو، دغه جنجالونه نور هم پراخ شول.

وکیلانو په ولسي جرګې باندې دغه تورونه ناوړه وبلل او په دې اړه یې یو کمېسیون ته دنده وسپارله چې موضوع وڅېړي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، عبدالرووف ابراهیمي دې له دندې لېرې شي

همایون همایون: ابراهيمي په ولسي جرګه کې د فساد د څېړلو مخه نیولې

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د حقیقت موندنې د کمېسیون تر پرېکړې وروسته وویل، د کمېسیون د پریکړې سره سم به یاده اندازه پیسې بېرته مستردې کړي:

عبدالروف ابراهیمي

"دا ۵۴ لکه افغانۍ درستې دي، که څه هم دا امنیت پورې اړه لري، که چېرې غفارخان یې په غاړه نه اخلي، زه چمتو یم چې د افغانستان د ملت کورته د احترام په خاطر، د استنادي دېوالونو پیسې او نور څه چې دي ورکړم."

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایو همایون هم د کمېسیون پرېکړه عادلانه وبلله، خو د دغې جرګې د دارالانشاه رئیس خدای نظر نصرت وویل چې د کمېسیون پرېکړه ورته د قناعت وړ نه ده.

د حقوقي چارو افغان کارپوه کبیر رنجبر د دغه کمېسیون موندنو او پرېکړو ته په پام سره وايي چې اوس قضیې جرمي اړخ پيدا کړی چې باید د عدليي او قضايي بنسټونو له خوا تعقیب شي.

راپور: رحمت الله افغان

پخواني معلومات

د ولسي جرګې د حقیقت موندنې موظف کمېسیون د دې جرګې د دارالانشا د رئيس خدای نظر نصرت د دندې ځنډول او په فساد کې د لاس لرلو په تور یې څارنوالۍ ته د ورپېژندلو غوښتونکی شو.

د ولسي جرګې د منشي نایب او د حقیقت موندنې د موظف کمېسیون غړي عرفان الله غرفان د کمېسیون د راپور د پایلو د وړاندې کولو پرمهال وویل، د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي هم باید ۵۰۰ زره افغانۍ چې د خپل مېلمستون لپاره یې د غیر ضروري اجناسو لپاره اخېستي، ورکړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې رئيس ومنله چې دغه پیسې بیرته سپاري.

همداشان دغه هیئت د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون د جرګې په عمومي غونډو کې د نه موجودیت له امله، تر ۱۰ ورځو پورې د جرګې په غونډو کې له ګډونه محروم اعلان کړ.

همایون همایون د دغه هیئت پرېکړه د ځان په اړه عادلانه وبلله او ویې منله چې په دغو غونډو کې به حضور نه لري.

د دغه کمېسیون په پرېکړو کې همداراز راغلي، د جرګې هغه غړي چې په دې وروستیو کې یې د جرګې په غونډو کې اخلال کړی، تر ۱۰ ورځو پورې د جرګې په غونډو کې د ګډون اجازه نه لري.