ځواک: حکومت دې د سوداګرۍ برخه کې پاکستان سره له یو پياوړي دریځه مخته لاړ شي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، پاکستان ته په‎کار ده چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي او په خپلو کړېو ژمنو او هوکړو عمل وکړي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پاکستاني چارواکي باید په هغو پالیسو عمل وکړي، کوم چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان په سیمه کې د سوداګرۍ د پراختیا په هدف چمتو کړي دي.

قوقندي: پاکستان دې سیاست له اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو سره نه ګډوي

نوموړی وايي:

"په سیمه کې له ټولو هېواونو په ځانګړي ډول له پاکستانه غواړو، هغه پالیسي چې موږ یې د دوی پر وړاندې د ټرانزیټ او ټرانسپورټ په برخه کې لرو، دوی هم له هغوی نه استفاده وکړي، دوه ګونی سیاست ونه‎کړي، سیاسي مسایل دې له اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو سره نه ګډوي."

افغانستان تر ډېره خپل صادرات هند ته د پاکستان له لارې لېږي.

خو د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، هېواد یې له هند سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا په تړاو هېڅ ډول اندېښنه نه‎لري.

تر دې مخکې د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي هم په دې اړه همدا خبره کړې وه.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې څه موده مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي و چې په دې وروستیو کې پاکستان پر لسګونه قلمه افغاني محصولاتو ګمرکي تعرفه درې برابره لوړه کړې ده.

پاکستان هند سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا په تړاو هېڅ ډول اندېښنه نه‎لري.

د دغې خونې د چارواکو په وینا د پاکستان دغه اقدام افغان سوداګرو ته ستونزې راولاړې کړي دي.

د پاکستان له دې اقدام وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني تازه حکم ورکړ چې له دې وروسته پاکستاني لارۍ افغانستان ته د راتګ اجازه نه‎‌لري.

د ښاغلي غني د حکم له مخې دا چې پاکستان د اپټا په ګډون د یو شمېر نورو سوداګریزو او اقتصادي هوکړو په عملي کېدو کې رښتینی نه‌ و، نو په غبرګون کې يې دغه پرېکړه شوې ده.

هند چاپ "د هندو" ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې لیکلي اسلام‎اباد نوي ډیلي ته وړاندیز کړی چې د افغانستان او هند ترمنځ له ځمکنۍ سوداګرۍ سره به مرسته وکړي، خو هند یې خبره نه‎ده منلې.

قوقندي: پاکستان دې د ټرانزیټ او سوداګرۍ برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا پخوانیو تجربو ته په پام سره د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري.

د دغو کارپوهانو له ډلې قدرت الله ځواک ازادي راډیو ته وویل:

"د پاکستاني چارواکو څرګندونې نه بلکې عمل موږ ته معیار دی، افغان حکومت کولای شي د دغو څرګندونو پر بنسټ له دوی نه غوښتنې ولري او ورته په ډاګه کړي چې دوی ژمنې کوي، خو عمل پرې نه‎کوي، په پاکستانیو چاروکو باور کول نه دي پکار، ځکه پاکستان په تېر کې تل دو مخی سیاست کړی."

ښاغلی ځواک زیاتوي افغان حکومت دې د سوداګرۍ په برخه کې له پاکستان سره له یو پياوړي دریځ مخته ولاړ شي.

د نوموړي په وینا کله چې پاکستان افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي، نو افغان حکومت دې هم پاکستاني سوداګرو ته اجازه نه ورکوي چې منځنۍ اسیا ته خپل سوداګریز مالونه صادر کړي، د ده په خبره دا په اقتصادي مسایلو کې په پاکستان د فشاره ښه فرصت دی.

راپور: رحمت الله افغان