ځایي خلک: د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د لارې غله له خلکو مالونه لوټوي

د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ خلک د دغې ولسوالۍ پر لویه لاره د وسله‌والو غلو له شتونه سر ټکوي.

د نوموړې ولسوالۍ د لارې یو شمېر موټر چلوونکي او مسافر شکایت کوي چې هره ورځ د دغې لارې په اوږدو کې وسله‌وال غله راوځي او له خلکو نغدې پیسې او ګرځنده ټيلیفونونه اخلي.

د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دوی ډېر وخت د غلو له وېرې د کندز ښار ته سفر نه‌شي کولای، خو د اړتیا په وخت کې د تخار ولایت له لارې کندز ته سفر کوي.

د نوموړې ولسوالۍ ۳ تنو اوسېدونکو، سخي داد، محمد اسماعیل او جمعه خان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ په لاره کې ډېرې ستونزې موجودې دي، ځکه په لار کې غله دي، هم خلک وهي او هم خلک بې‌عزته کوي او هم ورڅخه پیسې او هر څه اخلي."

"وروره تاسې به خبر یاست چې د دشت ارچي ولسوالۍ پر لاره غله راوځي، موټرونه دروي، د موټر سپرلۍ کوزوي او ان ښځې تلاشي کوي او د خلکو پر وړاندې ډېره بې‌غزتي کوي، نغدې روپۍ او له مېرمنو څخه غوږوالۍ، ګوتې او هر څه اخلي."

"موږ له غلو څخه ډېر په عذاب یوو، خلک په چاقوګانو وهي او د ټوپک په میل‌یې وهي او هر څوک چې پر دغې لارې تګ راتګ کوي، د وسله‌والو غلو له‌خوا ځورول کېږي، دولت باید زموږ ستونزو ته توجه وکړي او پر دغه لاره کې باید د غلو مخه ونیسي."

بل‌خوا د کندز امنيه قوماندان جنرال عبدالحمید حیمدي هم د خلکو ستونزې تائیدوي، خو وايي چې ډېر ژر به د دشت ارچي ولسوالۍ د لویې لارې د خوندیتوب په هدف، د دغې لارې په اوږدو کې یو شمېر امنیتي پوستې جوړې کړي، څو خلک په ډاډه زړه د کندز مرکز ته پرې تګ راتګ وکړي.

د کمندز امنیه قوماندان عبدالحمیدحمیدي

ښاغلي حمیدي زیاته کړه:

"د دې لارې په اوږدو کې یوه اندازه مشکلات موجود دي او موږ پلان لرو چې د دغې ولسوالۍ پر لويې لارې امنیتي پوستې جوړې کړو، څو وروسته له دې پر دغې لارې خلک په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي."

د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو د خبرو پر بنسټ چې دغه ولسوالۍ له ۱۵ کلونو راهیسې د افغان ځواکونو او وسله‌والو مخالفينو ترمنځ د خونړيو جګړو شاهده ده او اوس‌مهال یوازې د دشت ارچي بازار د دولتي ځواکونو په کنټرول کې دی، خو نورې پاتې ټولې سیمې د وسله‌والو مخالفينو تر حاکمیت لاندې دي.

د یادونې وړ ده، د دشت ارچي ولسوالۍ د ۶۰ کېلو مترو د واټن په درلودلو سره، د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري او د دې ولایت یوه له نا امنو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي.

نوموړې ولسوالۍ د کندز له درې ولسوالیو امام صاحب، خان‌اباد، د تخار له دوه ولسوالیو بهارک او خواجه غار او همداراز له تاجکستان سره ګډه پوله لري.

راپور: اجمل ارین