ولسمشر غني: درې مياشتې وخت راکړئ په پکتيا کې ۱۴ لويې پروژې پلي کوم

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ د پکتيا مرکز ګردېز کې قومي مخورو او ولسي خلکو سره له فاتحې، غمشریکۍ او ليدنې وروسته په نظامي او ولسي غونډه کې د خبرو پر مهال ژمنه وکړه چې له دې ورځې وروسته پکتيا لومړی درجه ولايت ته ارتقاع کړې او د متوازن انکشاف د تيوري له مخې به په پکتيا کې ۱۴ لويې پروژې پلي کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پکتياوالو علماو، قومي مخورو، د ولسواليو اوسېدونکو، په ولسي او مشرانو جرګه کې د پکتيا د خلکو له استازو، ولايتي شورا وکيلانو او مدني ټولنو سره د پکتيا په مرکز ګردېز کې د تېرې سې شنبې ورځې د پېښې له امله د غمشريکۍ او فاتحې له کولو څخه وروسته د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ د غونډو په تالار کې د وينا پر مهال پکتيا د لومړي درجه ولايت د اعلانولو ترڅنګ وويل:

"دا وارې به څو اقدامات درسره شريک کړم، لومړۍ غوښتنه مو دا وه چې پکتيا لومړۍ درجه شي، وشو او دوهمه غوښتنه مو دا وه چې د زرمت او غزني سړک جوړ شي تر کار لاندې دی جوړېږي او شپږ نور سړکونه هم د ياري صاحب په پلان کې دي او په تفصيل به درسره شريک شي او درېيمه غوښتنه مو وه چې زرمت ولسوالۍ دې دوه شي نو بېګ صاحب اقدام کړی په راتلونکې يوه مياشت کې به دوه ولسوالۍ شي."

ولسمشر غني پکتیا ته د سفر پر مهال.

ولسمشر زياته کړه چې د صنعتي پارک د چارو پيل او په‌کې د مسلکي چارو د ښوونځي جوړول، ۴۰ ورځو کې پکتيا ته د انتقالي برېښنا رسول، د روغتون لپاره د دوه نيم ميلیونه ډالرو ځانګړې شوې بودجې انتقال او د تشکيل پوره کول، په ګردېز کې د ساحوي روغتون شروع، حلقوي سړک، مچلغو او دوه نور بندونه په دغه کال کې پيلېږي، ۳۶ نويو ښوونځيو ته به د سږ بودجې نه پيسې انتقال او کارونه به‌يې پيل شي، د ولايت نوی تعمير او مېلمستون به هم جوړ شي.

ولسمشر غني د پکتيا له ولسونو وغوښتل چې د والي په مشرۍ دې ولايتي شورا، قومي مخور او مدني ټولنې په شريکه د نوې قوماندانۍ د جوړېدو لپاره ځای مشخص کړي او په عاجل ډول به دوی دغه پروژه پيل او بشپړه کړي.

ښاغلي غني دغه‌راز وویل:

"د پکتيا د امنيه قوماندانۍ د جوړېدو لپاره بودجه د کورنيو چارو له وزير سره شته تاسې شکايت کړی وو چې دغه قومانداني د ښار په منځ کې ده، نو تاسې فيصله وکړئ، چې چېرته‌يې غواړئ والي صاحب، ولايتي شورا او ټول سره کېنئ فوراً به کار شروع او قومانداني به پای ته ورسېږي."

ولسمشر وويل دغه ټولې پروژې به سږ کال پيل او يو شمېر يې که د کومو طبیعي ستونزو او مشکلاتو پر اساس پاتې کېږي په راتلونکي کال کې به د ۹۷ کال تر پايه سر ته ورسېږي.

د افغان ولسمشر ژمنو او ورسره راغلو د کابينې غړو او پلاوي ته د سپارښتنو پر اساس د پکتيا ولسونه، مدني فعالان او د جلسې ګډونوال خوښ وو ويل‌يې، که چېرته د ولسمشر وروستۍ څرګندونې عملي شي تر ډېره به‌يې غوښتنې پوره شوې وي.

د ځوانانو پارلمان غړی شفيق‌الله سحر وویل:

"ولسمشر پکتيا ته په سفر کې له پکتياوالو سره ډېرې ښې وعدې وکړې او پکتياوال‌يې له څرګندونو ډېر خوشحال وو او که چېرته‌يې دغه وعدې عملي شوې نو بيا، خو د پکتيا ستونزې هوارېږي او په خپله ولسمشر وويل چې که چېرته دا کارونه ونه‌شول تاسو په پاڅونونو او مدني فعاليتونو او مبارزو سره له ما دا حق واخلئ."

ولسمشر غني پکتیا ته د سفر پر مهال.

دا پکتيا ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني درېيم کاري سفر دی چې دغه ولايت ته‌يې ترسره کوي او په درې واړو سفرونو کې يې د نظامي او ملکي اداري چارواکو تر څنګ له ولسونو سره ليدنه کړې، خو دا ځل‌يې په خپل سفر کې پکتياوالو ته د عملي کار او د متوازن انکشاف په لړ کې پکتيا ته د جدي پاملرنې خبره وکړه.

ولسمشر غني پکتیا ولایت ته دغه سفر داسې مهال کوي چې د تېرې سې شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د وسله‌والو طالبانو په ډله‌ییزو انتحاري حملو کې د دغه ولایت د امنیه قوماندان په ګډون ۶۰ تنه ووژل شول.

راپور: داود تپان