امریکا او اروپايي ټولنې په افغانستان کې وروستۍ خونړۍ حملې وغندلې

افغان چارواکو دا تائید کړه چې د تېرې شپې په بریدونو کې دوه اویا تنه په کابل او غور کې وژل شوي دي.

د امریکا متحد ایالتونو دا بریدونه او د تېرې نېږدې یوې اوونۍ له بریدونو سره یوځای په سختو ټکو غندلي دي.

د سې شنبې په ورځ د پکتیا په مرکز ګردېز کې تر څلوېښتو ډېر کسان چې نیمایي یې ملکیان وو، ووژل شول.

د پکتیا او غزني د ولایتونو د خونړیو حملو د وژل شویو شمېر ۸۰ تنو ته ورسېد

د پکتیا د پېښې انځور.

په همدې ورځ د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو برید تر شلو ډېر افغان ځواکونه ووژل او د پنجشنبې په ورځ د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوځي اډې کې تر څلوېښتو ډېر سرتېرې ووژل شول.

دفاع وزارت: د کندهار د میوند ولسوالۍ په پېښه کې ۴۳ سرتېري وژل شوي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هدر ناوئرت دا بریدونه بزدلانه او بې معنی بللي دي.

دې وویل چې له افغانستان سره د واشنګټن کلکي ژمنې پر خپل حال دي.

هدر ناوئرت

ناوئرت زیاته کړه چې متحد ایالتونه د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ دي او هڅې به کوي چې په افغانستان کې یوې دایمي سولې او روغې جوړې ته لار هواره شي.

اروپایي ټولنې هم تېره شپه په یوې اعلامیې کې له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړه.

اروپایي ټولنې هغو کورنیو ته چې خپل خپلوان یې د کابل، غور، غزني، کندهار او پکتیا په پیښو کې له لاسه ورکړې دي، تسلیت ویلی دی.

د اروپایي ټولنې په بیان کې راغلې دي چې دا بریدونه به د دوی د ټولنې د هغو هڅو مخه ونه نیسي چې د افغانستان د سولې، ثبات او رغونې لپاره یې کوي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون د دشت برچي او د غور تر پیښو مخکې په کابل کې د وریښمو لار د ښاروالانو په دوولسمه غونډه کې د تېرو څو ورځو بریدونه ته په اشارې وویل، هغه ترهګر چې د افغانانو بربادي غواړي خپله له تباهي سره مخامخ دي.

ولسمشر غني

نوموړي زیاته کړه:

"فشار شته خو فشار ځکه دی چې هغه شبکې چې بربادي غواړي خپله تباهي ویني، دوی په دې پوهېږي چې له دې وروسته به دوی او د دوی ملاتړي تر سخت فشار لاندې وي دا دوی دي چې بایلونکي دي، نه موږ."

د کابل په دشت برچي سیمه کې تېره شپه د ماښام د لمانځه پر مهال ځان وژونکی برید وشو او د غور په دولینه ولسوالي کې هم لمونځ کوونکي په نښه شول.

د کابل د دشت برچي سیمې محمود شاه حسیني رویټرز اژانس ته د تېرې شپې د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ:

پر امام زمان جومات د تېرې شپې انتحاري حملې انځور.

"خلکو عبادت کاوه چې دښمن جومات ته ننوت او چاودنه یې وکړه."

بل لور ته د پاکستان د پوځ لوی درستیز وایي، په افغانستان کې د ترهګرو وروستي بریدونه به په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان او پاکستان پر هڅو اغېز ونه کړي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې خبر ورکړی دی چې پرون په راولپنډۍ کې جنرال قمر جاوید باجوه د افغانستان له سفیر حضرت عمر زاخېلوال سره د کتنې پر مهال دا خبره وکړه.

افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال بیا په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د جمعې په ورځ يې د پاکستان د پوځ له مشر او د دې هېواد د ملي امنیت له سلاکار ناصر خان جنجوعه سره ددوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.