د کډوالو او راستنېدونکو وزارت: افغان دولت هڅه کوي چې له هېواده بهر کډوالي منظمه کړي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت بهر ته د تلونکو کډوالو وضعیت دردونکی بولي وايي، حکومت هڅه کوي له هېواده بهر کډوالي منظمه کړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي چې د چهارشنبې په ورځ د «بې‌غږه اوښکو» په نوم د کډوالو د ژوند په اړه د جوړ شوي فلم پرانیستې غونډې ته خبرې کولې وویل د هر کډوال ژوند د ډېرو دردونو بیان کوي.

ښاغلی بلخي وايي، حکومت ټوله هڅه کوي چې افغانانو ته په هېواد کې دننه مناسب ژوند برابر کړي، خو ځينو ستونزو دوی دې ته مجبور کړي تر څو داسې کډوالي چې منظمه او قانوني وي، ومني.

سید حسین عالمي بلخي

نوموړي زیاته کړه:

"افغان دولت هڅه کوي چې له هېواده بهر کډوالي منظمه کړي، په دې اړه د ځينو هېوادونو سره چې کاري قوې ته اړتیا لري خبرې اترې روانې دي او د ځينو هېوادونو سره لاسلیکونه هم شوي دي او په دې برخه کې ان‌شاءالله اغېزناک کارونه تر سره شوي دي."

د «بې‌غږه اوښکو» په نوم دا فلم چې د یوه افغان ځوان عباس محمدي له‌خوا جوړ شوی د کډوالو د ژوندانه، اوښکو، دردونو او سختیو حکایت کوي.

د فلم د جوړونکي په باور بهرنیو هېوادونو ته د کډوالو تګ ډېرې کورنۍ له ناخوالو سره مخ کړي دي او د دغه فلم له لارې خلک دې ته هڅوي تر څو په هېواد کې دننه ځوانان خپلو مسؤلیتونو ته متوجې شي.

د ۲۰۱۴ کال راهیسې چې اروپا ته د کډوالو د تګ لړۍ پیل شوې له سوري کډوالو وروسته تر ټولو ډېرو افغانانو په قاچاقي توګه اروپا ته ځانونه ورسول.

اروپا ته تلونکي کډوال.

د اروپا تر څنګ په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ژوند ډېر وخت د اندېښنې وړ بلل شوی، ویل کېږي چې ژوند یې په سختو حالاتو کې تېرېږي.

خو افغان حکومت د کډوالۍ د قانوني کېدو ژمنه داسې وخت کوي چې د روانو چارو د یو شمېر کارپوهانو په باور حکومت‌یې د پوره کېدو توان نه‌لري.

له دې ډلې محمد مبارز ازادي راډيو ته وویل که حکومت د دې ستونزې مخنیوی کوي باید په کور دننه مناسبې زمینې رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا کار ډېر سخت دی، دا څرګندونې تر ډېره شعاري بڼه لري، مهمه دا ده چې که حکومت رښتیا هم پاملرنه وکړي دلته په افغانستان کې تر ټولو ډېرې د کار زمینې برابرې دي، داسې چې بل ځای به د کار دومره اړتیا نه‌وي."

د کډوالو چارو وزارت بیا وايي ایران، عربي او د سیمې یو شمېر نور هېوادونه ورسره د کارګرو پر اړتیا غږېدلي او دا پرېکړې عملي کېدونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې د کار پر شرایطو برابر نږدې دوه میلیونه کسان بې‌کاره دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ