د سولې عالي شورا: مسقط کې جوړېدونکې غونډه کېدای شي متفاوته ثابته شي

له ډېر ځنډ وروسته بالاخره د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي یو ځل بیا د افغانستان د سولې په اړه نن دوشنبه غونډه کوي.

دا غونډه د عمان په پلازمېنه مسقط کې کېږي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دا ځل غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په پاکستان باندې د امریکا له‎خوا مخکې له مخکې فشارونه وارد شوي او د همدې لپاره دا غونډه کېدای شي متفاوته ثابته شي.

د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار ازادي راډيو ته وویل:

"ځیني مسایل شته چې ووایو محتاطانه خوشبینه یو «دې غونډې ته». امریکا او ټرمپ ښايي د دې مسئلې په اړه جدي وي او پاکستان هم پوهېدلی چې یوازې پاتې نه‎شي او نور فشارونه پرې رانه‎شي. فکر کوم دا ځل غونډه د نورو په پرتله لږ توپیر لري."

د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار

په څلور اړخیزه غونډه کې به ګډونوال د افغانستان د سولې په اړه پر هغو مسایلو خبرې وکړي چې په پخوانیو غونډو کې پرې بحث شوی و.

له وسله‎والو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې په باب د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین لومړۍ څلور اړخیزه غونډه د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په اسلام‌اباد کې وشوه.

روېټرز خبري اژانس تېره چهارشنبه د دوو طالب مقاماتو په حواله چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کړې ده ویلي چې که طالبان دې غونډې ته بلل شوي هم وی، د رهبري شورا د پرېکړې له مخې د دوی استازو په دې غونډه کې برخه نه‌اخیسته.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د مسقط په کوربه‌توب دا غونډه د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه‌والي لپاره مهمه بللې ده.

ښاغلي عبدالله پرون لغمان ولایت ته په سفر کې خبریالانو ته وویل چې په دې څلور اړخیزه غونډه کې به د افغانستان او پاکستان پر اړیکو خبرې وشي او له ګاونډيو سره ښې اړیکې تل د افغانستان لپاره لومړیتوب لري.

افغان حکومت د پخوانیو څلور اړخیزو غونډو د ژمنو د ماتولو لپاره تل پاکستان ګرم بللی دی.

د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار ښاغلی قاسمیار هم دې مسئلې ته اشاره کوي خو وايي، اوسنیو شرایطو ته په کتو داسې ښکاري چې یو عظم رامنځته شوی دی.

ښاغلي قاسمیار زیاته کړه:

"مشکله ده چې ډېره تمه ولرو. ځکه پخوا هم د همدغو هېوادونو تر منځ څلور اړخیزه غونډه وشوه. بیا هم همدا هېوادونه دي، خو دا وار نوې خبرې دا دي چې د دې پروسې د بیا پیل او ژوندي کولو لپاره یوه نښه او عظم موجود دی چې دا پروسه پیل شي."

ښاغلی قاسمیار وايي، په مسقط کې دا ناسته په یو ډول د مسکو له ناستې سره هم د سیالۍ کولو په خاطر ده او هڅه کېږي چې د مسکو تر ناستې له دې غونډې ښې پایلې ترلاسه شي.

سره له‎ دې چې په دولتي کچه د دې غونډې لپاره ښکېلو خواوو پوره چمتووالی ښودلی، خو ځیني کارپوهان له هغې ډلې مایکل کوګلمن د پاکستان دوه مخی سیاست او په جګړه کې د طالبانو برلاسی هغه دوه عمده خنډونه بولي چې نه‌پرېږدي د سولې خبرې کامیابه شي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی