د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

پر طالبانو پاکستان ډېر نفوذ لري، که روسیه؟


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر له وروستیو څرګندونو سره چې ویلي یې دي، هېواد یې په اوس وخت کې پر افغان وسله والو طالبانو دومره زیات نفوذ نه لري، لکه د سیمې نور هېوادونه یې چې لري، مخالفت وښود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف دا څرګندونې تېره اوونۍ امریکا ته د سفر په ترڅ کې په واشنګټن کې کړي او د هغه اشاره هم روسیې ته وه.

هغه هېواد ته په وروستیو کې یې له طالبانو سره د نېږدې همکارۍ راپورونه ورکول کېږي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې له حقیقت سره اړخ نه لګوي او اوس پر افغانستان سربېره ټولې نړیوالې ټولنې ته دا ثابته شوې چې پاکستان د طالبانو او د نورو سخت دریځو ډلو اصلي ملاتړی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل:

"په هغه کچه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې، هغه د پاکستان د لورې ادعا او نظر دی، خو په تېرو وختونو کې چې له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په اړه اندېښنې افغانستان له روسیې سره مطرح کړې، هغوی له طالبانو سره هر ډول تماسونه رد کړي او یوازې دومره یې ویلي چې هغه تماسونه چې له دې ډلې سره لري، هدف یې د افغانستان له دولت سره د سولې خبرو ته د دې ډلې هڅول دي، خو پر دغو ډلو د پاکستان نفوذ او هم دې ته په پام سره چې خاوره کې یې پناه ځایونه لري، دا بیخي ښکاره او واضح ده."

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دغه راز وویل، په تېرو وختونو کې پاکستان تل دا خبره کړې چې دا یوازې کابل دی چې پر اسلام اباد د ترهګرو ډلو د ملاتړ تورونه لګوي، خو د هغه په وینا، په ورستیو کې په تېره بیا د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې په ښکاره پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن شوی دی.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوهان د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه وروستیو پرمختګونو ته په پام سره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې د دې یوه بله هڅه بولي چې په وینا یې، دا هېواد غواړي د نړیوالو پام بلې خواته واړوي.

د چارو کتونکی حاجي سید داود هم ورته نظر لري، خو وایي چې همدا پاکستان و چې افغان طالبانو ته یې د دې امکانات برابر کړل چې د روسیې په ګډون، د سیمې له نورو هېوادونو سره تماسونه ټینګ کړي.

"موږ ټولو ته معلومه ده چې د طالبانو نېږدې والی روسیې، چین او ایران ته د پاکستان له لارې شوی دی، یعنې یونیم کال مخکې پاکستان په دې لاره کې ډېرې هلې ځلې او کوښښونه وکړل چې روسیې، چین او ایران ته داسې وښیي چې طالبان یوازنی قوت دی په افغانستان کې او دوی به قدرت ته رسېږي او د دې سره سم به دوی د داعش مخه نیسي، نو زه فکر کوم چې دا ډول څرګندونې پرته له دې نه چې عامه افکار او د امریکا دغه نوې ستراتیژي چې جوړه شوې ده، یوې بلې خوا ته لوری ورکړي، بل څه نه دي، اما په هېڅ صورت سره ترهغې چې دلته جګړه روانه وي، پاکستان په دغه ډول څرګندونو سره نه د امریکا په وړاندې، نه د ناټو په وړاندې او نه هم د افغانانو په وړاندې برائت اخېستی شي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر افغان طالبانو د زیات نفوذ نه لرلو خبره په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د څلور اړخیزې همکارۍ د ډلې بله غونډه د عمان په پلازمېنه مسقط کې وشي.

دا به د افغانستان، پاکستان، چین او د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون، د دې ډلې شپږمه غونډه وي چې تر یوه اوږده ځنډ وروسته کېږي.

د دې ډلې استازي وروستی ځل د ۲۰۱۶ کال په می کې د پاکستان په مري کې سره جرګه شوي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني وایي چې افغانستان په عمان کې د دې راتلونکې غونډې لپاره تیاری نیولی او د افغانستان د سولې د عالي شورا د استازي په ګډون، یو لوړرتبه دولتي پلاوی به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

ښاغلی مستغني وایي، اوس چې په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د روانې جګړې په اړه چې اصلي ملاتړي یې څوک دي، هر څه واضح شوي، دی هیله مند دی چې د مسقط څلور اړخیزه غونډه به د افغانستان لپاره ښه نتیجه ولري.

XS
SM
MD
LG