د سرپل اوسېدونکي: حکومت باید کوهستاناتو ولسوالي له طالبانو ازاده کړي

د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو او مدني فعالانو له حکومت نه وغوښتل چې دغه ولسوالي له وسله والو طالبانو نه ازاده کړي.

دوی د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال له حکومت نه وغوښتل د کوهستاناتو ولسوالي چې دامهال د وسله والو مخالفینو قوي سنګر دی او خپلې د جلب او جذب چارې پکې پر مخ بیايي د بېرته نیولو لپاره ژر تر ژره پوځي عملیات پيل کړي.

جلال احمد چې د دې اعتراضیه غونډې د ګډون والو په استازیتوب خبرې کولې خپل غوښتنې داسې مطرح کړې:

"ولې نن د کوهستاناتو ولسوالۍ د دښمن په لاس کې ده؟ ایا دغه ولسوالۍ د افغانستان خاوره نه ده؟ ایا هلته د افغانستان وګري ژوند نه کوي؟ نو له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوو چې څومره چې ژر کېږي دغه ولسوالۍ بېرته ونیسي او په سیمه کې عملیات وکړي."

خلک: کوهستاناتو ولسوالي دوه کاله مخکې وسله والو طالبانو ونیوله.

شااوخوا دوه کاله وړاندې وسله والو طالبانو د سرپل ولایت پر کوهستاناتو ولسوالۍ ډله ییزه حمله وکړه چې له سخت مقاومت وروسته دغه ولسوالۍ د دوی لاس ته ولوېده او تراوسه ورباندې کنټرول لري.

د کوهستاناتو ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي محمد نصیر ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولسوالۍ کې انکشافي پروژې په ټپه ولاړې دي او ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د کوهستاناتو په ګډون ځینې ولسوالۍ او سیمې چې د وسله والو مخالفینو په ولکه کې دي، د بېرته نیولو لپاره یې د دفاع وزارت پلانونه بشپړ شوي دي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل په نېږدې راتلونکي کې به د دغه پلان د پلي کېدو لپاره پوځي عملیات پيل شي.

دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"دفاع وزار په پلان کې لري چې د کوهستاناتو ولسوالۍ په ګډون ټولې هغه سیمې چې دا مهال د دښمن په لاس کې دي بېرته ونیسي، پلان بشپړ شوی، د دفاع وزارت د پلان مطابق به يې د بېرته نیولو لپاره عملیات کیږي."

روان کال کې په سرپل ولایت کې د وسله والو مخالفانو د فعالیتونو په اړه راپورنه خپاره شول.

د سرپل د ولایتي شورا غړي حسین مجاهد میاشت وړاندې ازادي راډیو ته ویلي چې په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې ځینې بهرني جنګیالي هم د افغان حکومت پرضد جنګېږي.

د دې د اعتراضیه غونډې ګډونوالو په یوه پرېکړه لیک کې ګواښ وکړ که د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره په لسو ورځو کې پوځي عملیات پيل نه شي، نو په سوله ییزو مظاهرو به لاس پورې کړي.

راپور: رحمت الله افغان