د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال امریکا ته تللی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال تېره ورځ په یوه درې ورځني سفر د امریکا د متحده ایالاتو پلازمېنې واشنګټن ته تللی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت یوه ویاند رسنیو ته ویلي، احسن اقبال به امریکا ته د خپل سفر پر مهال د نړیوال بانک له‌خوا د جنوبي اسیا په اړه په جوړېدونکي کنفرانس کې د ګډون تر څنګ په یوه پوهنتون کې د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان د ستراتېژۍ په اړه وینا هم وکړي.

که څه هم د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د خپل وزیر د سفر په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو په دې وروستیو کې امریکا ته د پاکستان د جګپوړو چارواکو سفرونه ډېر شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر تر سفر یوه اوونۍ مخکې د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم د امریکا سفر کړی و، نوموړي پر خپل امریکايي سیال سربېره له نورو چارواکو سره کتلي و او د افغانستان په ګډون پر یو لړ مسائلو یې ورسره خبرې کړې وې.

د امریکا فشارونه به پاکستان په افغانستان کې همکارۍ ته وهڅوي؟

پر طالبانو پاکستان ډېر نفوذ لري، که روسیه؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف.

امریکا ته د پاکستاني چارواکو سفرونه په داسې وخت کې کېږي چې په اګست میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او سیمې په اړه خپله پالېسي اعلان کړه، پاکستان‌یې په‌کې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړ، خو پاکستان دا تورونه په کلکه رد کړل.

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې

د رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې امریکا ته به د پاکستاني چارواکو تر سفر وروسته د روانې میاشتې په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن او د دفاع وزیر جېمز مټېس هم اسلام‌اباد ته سفر وکړي او له پاکستاني چارواکو سره به وګوري.