راپور: ځینو ستونزو په پراختیايي برخو کې د افغان مېرمنو د ونډې مخه نیولې

د کرنې په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې د يوه نوي راپور له مخې په افغانستان کې د اقتصادي، ټولنيزو او سیاسي خنډونو له کبله ښځې نه‌شي کولای د کلیو په پراختيا کې برخه ولري او يا يې هم ګټه پورته کړي.

د دغه راپور عنوان دی، "په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د خوړو او کرنې وضعيت".

د ملګرو ملتونو د نوي راپور له مخې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، په افغانستان کې کليوالې ښځې د سړو په پرتله له زياتو خنډونو سره مخامخ کېږي چې د اقتصادي ودې لپاره بازارونو ته خپل توکي عرضه کړي، د ښو خوراکي موادو د عرضه کولو په لړۍ کې برخه ولري او يا هم ځمکې او کرنې ته لاسرسی ولري.

راپور وايي، د دې لپاره چې کلي پراختيا ومومي او د هېواد ټول وګړي په دې براختيا کې رغنده برخه ولري، داسي پالېسۍ بايد جوړې او پانګونې وشي چې ښځې هم په دې پروسه کې ونډه ولري او هغه خنډونه‌يې له مخې ليرې شي چې له کبله‌یې دوی بازار ته خپل توکي نه‌شي عرضه کولای.

راپور: کلیوالې ښځې خپل تولیدات بازار ته نه‌شي عرضه کولای.

راپور وايي چې کلیوالې ښځې بايد همداراز ګټورو سرچينو ته د لاسرسي په هدف په دې اړه کېدونکو پرېکړو کې حضور ولري.

د خوړو او کرنې په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره په افغانستان کې له ښځو سره مرسته کوي چې ګټورو بازارونو ته خپل توکي عرضه کړي او ورته لاسرسی ومومي.

دا پروګرام د لبنياتو په برخه کې د پرمختګ هڅې کوي او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت، د کرنې د پراختيا په برخه کې د نړيوال وجهي صندوق ادارې او همداراز د ايټالیا د حکومت په همکارۍ پر مخ ځي.

د دې پروګرام هدف دا دی چې د لبنیاتو داسې عرضه کوونکو ته چې د کلي په کچه وي، فرصت برابر شي چې خپلو تولیداتو ته بازار پيدا کړي.

د دې پروګرام له مخې په هرات، کابل، کندز او مزار کې د شيدو د پروسس کولو څلور مرکزونه جوړ شوي او له ۴۵۰۰ کسانو څخه ۱۵۰۰ ښځې له دغه فرصت څخه په استفادې له شیدو ګټه پورته کوي.

د ملګرو ملتونو راپور وايي، هغه کلیوالې او ليرې پرتې سیمې چې د بې‌وزلۍ مرکز ګڼل کېږي، اصلاً د اقتصادي ودې او پرمختيا لپاره مهمې دي او دا هغه وخت- کله چې دا سيمې د خوړو له تولیدولو سره وتړل شي.

دغه راپور همداراز وايي چې لسګونه مخ پر وده هېوادونو کې د ليري پرتو سیمو خلک اړتيا نه‌لري چې په نورو ځايونو کې د اقتصادي ستونزو له کبله مزدورۍ وکړي.

د اټکل له مخې د ۲۰۱۵ میلادي او ۲۰۳۰ میلادي کلونو په اوږدو کې به د ۱۵ څخه تر ۲۴ کلنو عمر لرونکو کسانو شمېر يو اعشاريه درې میليارده شي او ډېری به‌يې په کليوالو سيمو کې مېشت وي.

خو په ډېری پرمختللو هېوادونو کې صنعتي او خدماتي سکټورونه او په اوسني وضعيت کې د کرنې سکټور به ونه‌کړای شي نويو کسانو ته د کار زمينه برابره کړي.

نو ځکه راپور وړانديز کوي چې د پالېسۍ او پانګونې په مرسته په کلیوالو سيمو کې د خوړو او کرنيزو توليداتو د سيستم په رامنځته کولو سره په لیرې پرتو سیمو کې ډېری خلک له بې‌وزلۍ ژغورل کېدای شي.