سروې: د افغانستان د ۱۰ ولایتونو اوبه ۶۰ سلنه «اېکولای» مېکروب لري

د افغانستان د احصائیې مرکزي ادارې په لسو ولایتونو کې، د څښاک د اوبو د کیفیت د ازمېښت، لومړۍ نتیجه اعلان کړه.

دغه اداره وايي، د څښاک د اوبو د لومړۍ سروې نتیجه ښيي چې د دې هېواد د لسو ولایتونو د څښاک اوبه څه باندې ۶۰ فیصده د «اېکولای» مېکروب لري چې خلک په ډول ډول وژونکو ناروغیو اخته کولای شي.

د احصائیې د مرکزي ادارې مرستیال حسیب‌الله موحد د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه سروې یې د عامې روغتیا او د کلیو د پراختیا د وزارتونو او یونېسف، "ډبلیو اېچ او" او اروپايي ټولنې په مرسته ترسره کړې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه سروې چې په لسو ولایتونو کې تر سره شوې ۱۵،۸فیصده خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري، نورې اوبه یا دا چې ډېرې ککړي دي او یا دا چې ککړتیا یې کمه شوې ده، دا سروې په لسو ولایتونو کې د لومړي ځل لپاره په ازمایښتي توګه ترسره شوې او په راتلونکي کې پلان لرو چې په ۳۴ ولایتونو کې يې ترسره کړو."

سروې ۱۵،۸ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

په دې سروې کې د کابل په ګډون، بدخشان، ننګرهار، کندهار، خوست، دایکندي، کاپیسا، هرات، بلخ او سمنګان هغه ولایتونه یاد شوي چې د څښاک اوبه‌يې یوه اندازه د اېکولای مېکروب لري.

نوموړي زیاته کړه چې دغه سروې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۲ هېوادونو کې ترسره شوې چې په اوبو کې یوازې د «اېکولای» مېکروب معلومولی شي.

ښاغلي موحد وویل چې د «اېکولای» مېکروب له امله محرقه، اسهالات او یو شمېر نورې وژونکې ناروغۍ پیدا کېږي.

په دغې ناسته کې په افغانستان کې د یونېسف د ادارې استازي رولف لوید نجیک، ککړې اوبه د ناروغیو سرچینه وبلله او ویې‌ویل چې دغه اوبه هر کال د د زرګونو افغان ماشومانو د مړینې سبب کېږي او حکومت او نړیوالو مؤسسو ته په کار ده چې په خپلو پراختیايي پروژو کې دغه ستونزې ته پام وکړي.

ګبریل: موږ به په ورته سروې ګانو سره له افغان حکومت سره مرسته وکړو.

همدارنګه د اروپايي ټولنې استازي ګبریل ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د ورته سروې‌ګانو په ترسره کولو کې، له افغان حکومت سره مرستې وکړي.

د احصائیې مرکزي ادارې مسؤلینو هیله وښوده چې د عامې روغتیا او د کلیو او پراختیا وزارتونه په خپلو پلانونو کې، د شته ستونزې د هوارولو موضوع ځای کړي.

د عامې روغتیا او د کلیو او پراختیا وزارتونو استازو چې په دې غونډه کې برخه لرله ژمنې وکړې چې د یادې ستونزې د د هواري په برخه کې به جدي هلې ځلې وکړي.

د دغه وزارت استازي عطاءالله سیدزي وویل:

"زه د عامې روغتیا وزارت په استازیتوب ژمنه کوم چې له دغو شمېرو څخه به استفاده کوو، اوس چې شمېرې لرو او پوهېږو چې د اوبو کومې منابع پاکې دي، هغه وزارتونه چې په دې برخه کې له موږ سره یوځای کار کوي، په ګډه سره به د اوبو پاکوالی تضمین کړو څو د خلکو د روغتیا د ښه‌والي په لور یوسو."

په ورته وخت کې د کلیو د پراختیا وزارت استازي غلام قادر وویل، حکومت پلان لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د افغانستان د کلیو او ښارونو اوسېدونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي، د دې له امله د کلیو د پراختیا وزارت ژمن دی چې د دغه پلان په پلي کولو کې خپله ونډه ادا کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ هڅه دا ده چې د خپلو پروژو په ډیزاین او ودانولو کې، د چارو د ښه‌والي په خاطر، د اوبو او روغتیا برخې رامنځته کړو."

غلام قادر: هڅه کوو په خپلو کارونو کې روغتیا او اوبو ته پام وکړو.

مسؤلینو وویل، کومې سروې چې مخکې له دې د څښاک د اوبو په هکله ترسره شوي ښیي چې له دوه زره لومړي کال وروسته، په دې برخه کې، هر کال دوه فیصده ښه‌والی راغلی دی او هڅې روانې دي چې د ښه‌والي دغه فیصدي له دې هم پورته شي.

راپور: خان محمد سیند