کندهار ته د ولسمشر محمد اشرف غني سفر او لیدنې کتنې

ولسمشر غني وایي چې راتلونکې اوونۍ د بشري سرچينو عالي شورا جوړوي.

د ولسمشر غني په خبره،، دغه شورا په هېواد کې د تعلیمي او تحصیلي ستونزو د هواري په هدف جوړېږي او په پرله پسې توګه به پر يادو ستونزو غور کوي.

ولسمشر په کندهار کې د افغانستان د زارعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې دغه څرګندونې د پوهنتون د استادانو او محصلينو يوې غونډې ته وکړې.

​ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ په کندهار کې د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د ستونزو د هواري په هدف، په يوې جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر غني د هېواد په ښوونيز او تحصیلي بهير کي د ستونزو د شتون يادونه وکړه او په دې برخه کې يې د يو لړ پلانونو د تطبيق خبر هم ورکړ.

خو د ولسمشر له وينا مخکې د کندهار پوهنتون رئیس حضرت مير توتاخېل وویل چې پوهنتون يې د زياتو ستونزو سره سره دا مهال د هېواد له معتبرو پوهنتونو څخه دی او د اسيا په ګډون د نړۍ له يو شمېر مشورو نړيوالو علمي بنسټونو سره په څېړنيزه او تحصیلي برخه کې همکاري لري.

ښاغلي توتاخېل وویل:

"د ودانیو کمبود، د تشکیل کمبود د لیلیو نشتوالی، د عینو مېنې د کمپلکس لپاره د ماسټر پلان مسئله او د دغه کمپلکس د دیوال مسئله او د مالي استقلالیت مسئله مو عمده ستونزې دي، ماليې وزارت یوازې څلورو پوهنتونو ته مالي استقلالیت ورکړی، موږ ته هم باید راکړل شي."

د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې د دې پوهنتون او د کندهار پوهنتون استادانو او محصلینو هم خپلې ستونزې له ولسمشر سره شريکې کړې.

ولسمشر هم مني چې د هېواد په تحصیلي نظام کې په واضح ډول ستونزې موجودې دي.

خو هغه وایي چې په راتلونکې اوونۍ کې به د بشري سرچينو عالي شورا جوړه کړي او د هېواد پر تعلیمي او تحصیلي ستونزو به په دوامداره توګه په دغه شورا کې خپله غور کوي.

ولسمشر د پوهنتونو پر استقلاليت هم ټنګار وکړ او زیاته یې کړه:

"په دې اوونۍ کي به لومړی د عالی شورا د بشري سرچنیو جلسه جوړه شي او پس له دې به، لکه د امنیت شورا او د اقتصاد شورا دوامداره جلسې کوي."

دا له تېرې یوې نیمې مياشتې راهیسې کندهار ته، د ولسمسر غني دوهم سفر دی.

څو اوونۍ مخکې د دولت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله هم کندهار ته راغلی و.

پخواني معلومات:

ولسمشر غني: طالبان د جنګ له لارې بريا ته نشي رسېدای.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د اسيایي هېوادونو امن د افغانستان سره تړلی دی.

ولسشمر دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په کندهار کې د «بلک هاک» الوتکو تر تسلیمۍ مخکې د دې ولایت د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې یو شمېر محصلينو او زده کوونکو ته په وینا کې وکړې .

ولسمشر وویل، د افغانستان د امن لپاره اړينه ده چې د سيمې هېوادونه په خاص ډول، د افغانستان ګاونډيان په صادقانه توګه کار وکړي او له رامنځته شویو فرصتونو څخه د سيمې د ثبات لپاره ګټه واخلي.

ولسمشر غني له نړيوالو سره وروستیو هوکړو ته په اشارې وویل چي د نړيوالې ټولنې سره د افغان حکومت د همکارۍ تړونونه د جنګ لپاره نه، بلکې د سولې او امن په خاطر دي او دوی د افغانستان د سولې لپاره د رامنځته شویو فرصتونو څخه د ښې استفادې لپاره، د ګاونډيو هېوادونو په خاص ډول، له پاکستان څخه د زياتې همکارۍ تمه لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"زموږ نړیوال تړونونه د جنګ لپاره نه دي، د سولې لپاره دي، د همغږۍ لپاره دي او د دې لپاره چې یو ځای واوسو، نن مو ټوله نړۍ په دې قانع کړې چي موږ سره څنګ په څنګ ودرېږو."

ولسمشر طالبانو ته هم په خطاب کې وویل چې د جنګ له لارې بريا ته نشي رسېدای او که غواړي چې د افغانستان ستونزې هوارې شي، نو د مذاکراتو ميز ته دې کښېني او له تاوتريخوالي دې لاس واخلي.

ولسمشر غني له دغو مراسمو وروسته د کندهار په هوايي ډګر کې په یوه بله جوړه شوې پوځي غونډه کې برخه واخېسته چې د امریکا د پوځ له خوا افغان هوايي ځواکونو ته د بلک هاک الوتکو د لومړۍ جوپې د سپارلو په مناسبت جوړه شوې وه او ۲ بلک هاک څرخي الوتکې يې له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارلې.

د الوتکو د سپارلو په دغو مراسمو کې د امریکا په مشرۍ د قاطع ماموریت د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن او يو شمېر نورو بهرنيو چارواکو هم ګډون کړی و.

افغان حکومت ویلي چې د بلک هاک الوتکو په تر لاسه کولو سره به د روان جنګ لوری بدل کړي.

پخواني معلومات:

ټاکل شوې چې نن شنبه ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې د یو شمېر غړو سره کندهار ته ولاړ شي.

کندهار ته د ولسمشر د سفر اصلي هدف د «بلک هاک» په نوم د امریکايي هلیکوپټرو تسلیمي ده.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر سپرست فضل الباري بریالي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر به په کندهار کې لومړی د افغانستان زراعتي پوهنتون ته ولاړشي او هلته به د ولسي خلکو یوې غونډي ته وینا وکړي.

د بریالي په وینا ټاکل شوې چې تر غرمې وروسته به شااوخوا دوې بجې ولسمشر د کندهار په هوايي لوا کې د «بلک هاک» په نوم د امریکايي هلیکوپټرو تسلیمي وکړي.

بلک هاک هلیکوپټر.

تر اوسه د ولسمشر د وینا او د غه راز د دغه هلیکوپټرو د شمېر په اړه خبریالانو ته جزئیات نه دي ورکول شوي، خو تر دې مخکي د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته ویلي و چې امریکا د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره ځانګړې بودجه په پام کې نیولې چې له مخې به یې په روان میلادي کال کې څلور بلک هاک هلیکوپټرې افغان لوري ته وسپارل شي.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتژۍ تر اعلان وروسته د افغان هوایي ځواکونو لپاره د UH-60 یا بلک هاک هلیکوپټرو لومړۍ جوپه په تېره میاشت کې د کندهار ولایت هوایي ډګر ته ورسېده چې نن به افغان لوري ته وسپارل شي.

دا په نېږدې یوه نیمه میاشت کندهار ته د ولسمشر دوهم سفر دی.

شااوخوا دوې اوونۍ مخکې د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د لمریزې برېښنا د یوې پروژې د افتتاح لپاره کندهار ته تللی وو.

راپور: صادق رښتینی