عراقي ځواکونو د دې هېواد «هویجا» ښارګوټی له داعشیانو نیولی

د عراق امنیتي ځواکونو د دې هېواد په شمال کې هویجا ښارګوټی له داعش وسله‌والو څخه بېرته ونیو.

که څه هم داعش وسله‌وال د دې ښارګوټي په شااوخوا سیمو کې لا هم مقاومت کوي، خو دا ډله اوس د سوريې له پولې سره یوازې پر یوه سیمه کنټرول لري.

پوځ وايي، که څه هم داعش وسله‌وال د دې ښار په شااوخوا سیمو کې یو څه مقاومت کوي، خو د امنیتي ځواکونو چې امریکا يې هوايي ملاتړ کوي تر محاصرې لاندې دي.

د عراقي ځواکونو له‌خوا د هویجا ښارګوتي له نیول کېدو وروسته اوس داعش یوازې یوه سیمه چې د سوريې پر پوله پرته ده، په واک کې لري.

د عراق د پوځ او د ایران له‌خوا روزل شوي شیعه ملېشې اوس په تېلو غني ښار کرکوک ته نېږدې شوي دي چې دا مهال د کردانو د پېش‌مرګه ملېشو په لاس کې دی.

د عراق د کردستان حکومت او د عراق مرکزي اداره دواړه د کرکوک د ملکیت دعوه لري.

د عراق پوځ د امریکايي ځواکونو په هوايي ملاتړ د تېر سپټمبر میاشت په ۲۱مه نېټه د هویجا ښارکوټي د نیولو لپاره پراخ ځمکني او هوايي عملیات پیل کړل.

ملګرو ملتونو د هویجا د اوسېدونکو د برخلیک په اړه چې ویل کېږي شمېر يې ۷۸ زره تنو ته رسېږي ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د داعش ډلې له‌خوا په عراق او سوریه کې له خپل لوري اعلان شوی اسلامي خلافت وروسته تر هغې ړنګ شو چې عراقي ځواکونو او د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف له دې ډلې څخه د عراق دوهم ستر ښار موصل بېرته ونیو.

له پولې هاغاړه په سوریه کې هم د داعش اصلي سنګر او د فعالیت مرکز رقه له تېرو نهو میاشتو راهیسې د کرد ملېشو او نړیوال ائتلاف د هوايي ځواک تر سختو بریدونو لاندې دی.

په عراق کې د داعش په وړاندې سختې جګړې روانې دي.

د داعش مشر ابوبکر البغدادي چې تر اوسه‌يې څو ځله د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي دي، تېره اوونۍ په یوه غږیز پیغام کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې په موصل کې له ماتې سره سره خپل مقاومت ته دوام ورکړي.

بغدادي د ده د وژل کېدو په اړه خپاره شوي راپورونه او ادعاوې بې‌بنسټه بللې دي.