د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

روسیه وايي ښايي د داعش ډلې مشر سوریه کې وژل شوی وي


روسیې چارواکو نن وویل ښايي د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي د دوی په یوه هوايي برید کې وژل شوی وي.

د روسيې ددفاع وزارت وايي د دوی په یوه هوايي برید کې چې د تېرې مې میاشت په اته ویشتمه نېټه د سوريې په رقه ښار کې وشو، کېدای شي د داعش مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی وي.

د روسيې ددفاع د وزارت بیان چې نن خپور شو وايي، د هغو معلوماتو له مخې چې له څو چینلونو سره چیک شوې په هغې غونډه کې چې په هوايي حمله کې په نښه شوه، د داعش مشر ابوبکر البغدادي هم موجود و چې په برید کې وژل شوی دی.

روسي مقامات وايي په دې هوايي برید کې چې د رقه ښار په جنوبي څنډه کې شوی د داعش ۳۳۰ غړي چې یو شمېر مهم قوماندانان هم په کې شامل وژل شوي دي.

سرګي لاوروف.
سرګي لاوروف.

خو د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وايي دی سل په سلو کې نشي تائیدولی چې بغدادي په دې برید کې وژل شوی او کنه.

دغه راز د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف هم ویلي چې دوی نشي کولی د بغدادي د وژل کېدو راپورونه تائید کړي.

د سوريې د بشري حقونو ډله وايي، دوی نشي تائیدولی چې د داعش مشر به د روسيې په دغه هوايي برید کې وژل شوی وي ځکه د دوی معلومات ښيي چې بغدادي د دې برید په ورځ د سوريې په بله برخه کې و.

۴۶ ابوبکر البغدادي چې اصلي نوم يې ابراهیم السمرايي دی او په عراق کې زېږېدلی په دوه زره او دیارلسم کال کې له القاعده شبکې جلا شو.

د روسيې ددفاع وزارت وايي، د دوی هوايي ځواک د داعش د غړو هغه غونډه په نښه کړې په کومه کې چې له رقه ښار څخه د وتلو د لار په اړه خبرې کېدې.

د روسيې پوځ ویلي پر یاده غونډه يې له برید دمخه امریکايي لوري ته د خپل پلان خبر ورکړی و.

د سوریې رقه ښار کې هغه سیمه چې سوریې ورباندې هوايي حمله کړې ده.
د سوریې رقه ښار کې هغه سیمه چې سوریې ورباندې هوايي حمله کړې ده.

داعش ډلې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د سوريې او عراق زیاته برخه ونیوله او رقه ښار يې په سوریه کې او موصل يې په عراق د خپلو مرکزونو په توګه اعلان کړل.

خو په دې دواړو ښارونو کې ددې ډلې پر ضد د پراخو مځکنیو او هوايي عملیاتو له امله داعش په رقه او موصل کې له ماتې سره مخ ده.

متحده ایالات او روسیه چې د سوريې په کورنۍ جګړه کې د یو بل برعکس دریځ لري د داعش پر ضد په جلا ډول هوايي عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG