د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

داعش نوی خپور کړی غږیز پیغام البغدادي ته منسوبوي


اسلامي دولت ډلې یا داعش هغه نوې اډیو خپره کړې ده چې وايي، د دې افراطي ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي آواز دی.

له داعش ډلې سره د اړوندې الفرقان خبري ویبپاڼې له خوا د خپاره شوي دې ۴۶ دقیقې آواز د ثبت نېټه معلومه نه ده.

له دې مخکې د البغدادي غږیز پیغام د ۲۰۱۶ کال په نوامبر میاشت کې خپور شوی و.

په دې پیغام کې یو ویاند چې غږ یې د بغدادي آواز ته ورته دی د شمالي کوریا له خوا جاپان او متحد ایالاتو ته د ګواښونو او د عراق د موصل ښار په څېر د داعش د مرکزونو یادونه کوي.

د روسیې پوځ په تیره جون میاشت کې ویلي ويلي و، هڅه کوي په سوریه کې د روسیې د پوځي په یوه هوايي حمله کې د بغدادي د مړینې یا ژوندي پاتې کېدو خبرونه تصدیق کړي.

د امریکا د پوځ یو قوماندان تیره میاشت وویل چې ښايي د داعش مشر تراوسه ژوندی وي.

XS
SM
MD
LG